كوئټه 12 نومبر (اے پي پي) د اېسوسي اېټډ پرېس اف پاكستان ﴿اے پي پي﴾ منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئيلي دي چې په بلوچستان او په خاص توګه په لرې پرتو سيمو كښې د پرمختيائي چارو جامع كورېج لپاره به په كوئټه كښې د اے پي پي بيورو د ن??ي معيار له مخې جوړولې شي۔ د اتوار په ورځ د كوئټه بيورو د دفتر دورې په مهال عملې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې عمله دې د صوبې ريښتنې حال په ډاګه كولو لپاره په وخت او درست خبر??نه باوري كړي۔ ده عملې ته ووئيل چې هغوي دې په بلوچستان كښې د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره هڅې هم په ډاګه كړي۔ ده د ډي آئي جي حامد شكيل ك??رن?? سهر غمرازي وكړه كوم چې د زيارت په ورځ په ځانمرګي بريد كښې شهيد شوے و۔ مسعود ملك په كوئټه كښې د اے پي پي د بيورو د بېلا بېلو څانګو دوره هم وكړه۔ په دې مهال هغه ته د بيورو د ستونزو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ده د مل??زمينو انفرادي ستونزې واورېدې او باور ئې وركړو چې د مل??زمينو ??ائ?? ستونزې به زر حل كړې شي۔ ده په كوئټه كښې د اے پي پي بيورو په كار كښې لا بهترې او د دې ښه والي لپاره د اقداماتو احكامات جاري كړل كومه چې د پاك چين اقتصادي لارې ﴿سي پېك﴾ په اړه د پرمختيائي چارو په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د كومې د لارې به چې د صوبې قسمت بدل شي ځكه چې د اربونو روپو د سي پېك پرمختيائي پروژې سره به ځائي خلقو لپاره د روزګار موقعې پېدا شي۔ د اے پي پي اېم ډي٬ ډائرېكټر كوارډينېشن سره يو ځائ د كوئټه بيورو د دورې كولو نه پس د كوئټه پرېس كلب پلاوي سره غېر رسمي مل??قات هم وكړو او پلاوي سره ئې مېډيا ته په ورپېښو چېلنجونو خبرې وكړې۔ ده باور وركړو چې اے پي پي به په صوبه كښې خپل قدرمنو صارفينو ته په تندې سره د نيوز سروس لړې روانه ساتي۔