اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ??ئي??ي دي په پريکټس اينډ پروسيجر آرډيننس صدر مملکت لاسليك وكړو٬ آرډيننس څخه به عدالتي عمل كښې لا سپېځلتيا راشي، د مقدمو سماعت به په ټاكلي وخت كېږي، كوم كېس چې وړومبے راځي د ھغې سماعت به وړومبے كېږي٬ ټول اصلاحات د اولس د ګټې له مخې شوي۔ د جمعې په ورځ خپلو خبرو كښې ده و??ئي?? وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين د روهي ګروپ چيئرمېن ملاقات شوے ٬ په دې موقع د پاكستان او چين د روهي ګروپ ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت لاسليك شوے چې له مخې به ئې روهي ګروپ په پاکستان كښې ټيکسټائل پارکس جوړوي٬ دې ګروپ د وړاندې نه په 21 مياشتو كښې د سي پېك له مخې ساهيوال کول پراجيکټ بشپړ كړے دے۔ده و??ئي?? دا ټيکسټائل پارکس به په سندھ او پنجاب صوبو كښې جوړولې شي چې پكښې به د چين د سلو نه زياتو كمپنو ته د خپل يونټس لګولو بلنه وركولې شي٬ په دې پاركس كښې به وړومبي پړاٶ كښې دوه اربه او په دوېم پړاٶ كښې به د 5 اربه سرمايه كاري كېږي۔ ده و??ئي?? ټيکسټائل پارکس كښې به هول سيل سينټرز هم جوړولې شي او په ځائي كچه به د دريو نه تر 5 لكه كسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او د پاكستان برامدات به هم زيات شي۔ پريکټس اينډ پروسيجرز ايکټ په اړه خبرو كښې وفاقي وزير و??ئي?? په پريکټس اينډ پروسيجرز آرډيننس صدر مملکت لاسليك كړے، وفاقي کابينې د سرکوليشن سمرۍ د لارې د دې آرډيننس منظوري وركړې وه۔ ده و??ئي?? د دې آرډيننس له مخې به 184(3) كښې د راتلونكو كېسونو په اړه په تحريري توګه ??ئي??ې شي چې دا د اولسي اهميت معامله ولې ده ؟، په دې لړ كښې به په رسمي توګه يو ارډر جاري كولي شي چې د 184(3) له مخې چې كوم كېس اخستے شوے نو په دې كښې داسې څه خبره ده چې دا د اولسي اهميت وړ كېس دے۔ ده و??ئي?? د آرډيننس له مخې د 184(3) چې كوم هم آرډر سپريم کورټ پاس كوي د هغې په ضد د اپيل حق هم وركړے شوے ۔ وفاقي وزير و??ئي?? د دې آرډيننس له مخې چې كوم جج د كېس په مهال كومه خبره هم كوي د ھغې به ټرانسکرپټ تحرير كولې شي او دا ټرانسکرپټ به اولس لپاره موجود وي ٬ دې سره به په عدالتي عمل كښې زياته سپېځلتيا راشي او اولس به په باقاعده توګه واورولې شي چې د كېس په مهال كوم ريماركس پاس شوي ۔ ده و??ئي?? په آئيني پېكج كښې هم اولس ته د سهولت وركولو خبره شوې وه٬ ده و??ئي?? د آرډيننس له مخې به هر كېس په ټاكلې موده كښې اورېدې شي۔ ده و??ئي?? د سپريم کورټ چيف جسټس په مشرۍ كښې پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ له مخې يوه كمېټي جوړه شوې وه او په كښې دا پرېكړه شوې وه چې چيف جسټس به د دې مشري كوي او د اعليٰ عدليه يو جج او تھرډ سينئر ترين جج به په دې كښې موجود وي او دا كمېټي به كېسونه سماعت لپاره مقرر كوي٬ په دې كښې تبديلي شوې د٬ چيف جسټس به د کمېټۍ مشري وي٬ د اعليٰ عدليه جج به د دې غړې وي او په درېو غړو كښې به چيف جسټس د سپريم کورټ ججز كښې يو وخت په وخت شاملوي ٬ د دې سبب دا دے چې د درېم غړي د نشتوالي له امله به كېسونه تاخير سره مخ كېدل٬ ده و??ئي?? د 63 اے د نظرثانۍ كېس تر ننه التواء سره مخ دے٬ دا كېس سماعت لپاره نه دې مقرر كړے شوے٬ دا د قامي نوعيت معامله ده، په دې د نظرثاني په حواله څه نه څه پرېكړه پكار وه٬ دا د آئين او پارلمان سرلوړۍ او په هېواد كښې د انصاف نظام باوري كولو لپاره ضروري ده۔ ده و??ئي?? دا ټول اصلاحات او بدلونونه د اولس د مفادو له مخې شوي او دې سره به په عدالتي عمل كښې لا سپېځلتيا راشي۔ صدر مملکت په آرډيننس لاسليك كړے كوم چې يو سنګ ميل دے٬ دې سره به د عام پاکستاني په ژوند كښې بهتري راشي او په عدليه كښې التواء سره مخ كېسونه ترسره كولو له به مرسته تر لاسه شي او په نړۍ كښې به زمونږ د عدليه رېنك هم ښه شي۔