اسلام آباد۔13ستمبر (اے پی پی)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد وئېلي دي چې د آصف علي زرداري په هدايات او د سټېټ بانك آف پاكستان مشاورت سره مستحق مېرمنو ته د هغوي رقم بانك اكاؤنټس ته د منتقل كولو په اړه اقدامات كولې شي چې له مخې به يې مېرمنو ته د پيسو په ترلاسه كولو كښې آساني وي او حق دارو ته به د هغوي حق سپيځلې او عزت سره ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په چلاس كښې د بي آئي ا??س پي په دفتر كښې د مېډيا استازو سره د خبرو اترو په مهال وكړه۔ سېنېټر روبينه خالد وئېلي زما دلته د راتللو مقصد مستحق مېرمنو سره نيغ په نيغه ملاقات كولو د هغوي مسئلو نه خبرېدل دي ځكه زه په ټول هېواد كښې د بېلو ځايونو دو??ې كوم دغسې چې مېرمنو ته رامخې ته شوې ستونزو په اړه حقائق نه خبر شم۔دې ووئيل چې د مستحق مېرمنو پيسو څخه د كټوتۍ او هغوي سره د بدسلوكۍ شكايت ته به فوري پام كولے شي۔ دې ووئيل د شكايتونو اندراج او د هغې ازالې لپاره بي آئي ا??س پي يو جديد كال سينټر جوړ كړې چې هېلپ لائن نمبر يۍ 080026477 دې۔ سېنېټر روبينه خالد په بينظير كفالت٬تعليمي وظائف او نشونما پروګرام هم رڼا واچوله۔سېنېټر روبينه خالد مستحق مېرمنې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام په اړه خبرولو كښې د مېډيا په كردار هم زور راوړو۔سېنېټر روبينه خالد د بي آئي ا??س پي چلاس دفتر دو??ې په مهال هلته موجود مستحق مېرمنو سره ملاقات وكړو٬د هغوي مسئلې يۍ واورېدلې او د بي آئي ا??س پي عملې ته يۍ د هغوي د مسئلو حل كولو هدايت وكړو۔سېنېټر روبينه خالد د بي آئي ا??س پي چلاس په دفتر كښې بوټې هم نال كړو