اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي تحريك انصاف په خپله جلسه كښې نامناسب ټكي استعمال كړي او وفاق ئې چيلنج كړے،د هېواد وجود د يو كس د وجود سره لازم ګرځول سم نه دي ۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي غړي علي محمد خان د اعتراض په نكته خواجه محمد آصف ووئيل تيره روځ په پېښو تفصيلي بحث شوے خو كله چې هغ??ي اووائي چې خان نه وي نو پاكستان به نه وي ?? دې بل څه ري ايكشن به راځي،د هېواد وجود د يو كس د وجود سره لازم ګرځول سم نه دي،تيره ورځ چې څه شوي هغ?? د هغ??ې د جلسې غبرګون ؤ۔ده ووئيل د دې ايوان په تاريخ كښې چرې داسې نه دې شوي چې پرېس ګيلري او دا ايوان يو ډول موقف لري،زمونږ هم او د خبريالانو هم زړه آزار شوے،د ميرمنو په اړه نامناسب ټكي استعمال شوې او وفاق پاكستان چيلنج كړے شوے۔ده ووئيل د اقتدار ??ه مال او د اقتدار څخه د جلا كيدو نه پس د پي ټي آئي هلې ځلې مونږ ليدلي، د هغ??ي هلي ځلي جمهوري اقدارو سره مماثلت نه لري،د هغ??ي ټولي خبري د هېواد د سلامتيا په ضد دي۔ ده ووئېل په 9 مئي ملټري ټارګټ وه او د هغ??ي توهي?? شوے، د كرنل شير خان مجسمه ??ه ماتولو د هغ?? توهي?? شوے او بيا په 6 ستمبر هلته ځي فاتحه خواني كوي ٬ دې څخه زيات منافقت نور څه كيدے شي۔