اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن او د وسله والو ځواكونو مشرانو د پاكستان آزادۍ ورځ په موقع قام ته مباركي وركړې ده?? كومه چې مسلمانانو لپاره د جلا وطن د اوږدې مودې خوب تعبير رايادوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوې دي چې په دې مباركه ورځ د پاكستان وسله وال ځواكونه د پاكستان بانيانو او مېړنو بزرګانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې آزادۍ او د خپلواكۍ حق غېر متزلزل حصول لپاره عظيم قربانۍ وركړې دي٬ د د??ي لازوال جذبے او قربانيو نسلونه متاثره كړې دي٬ وسله وال ځواكونه د پاکستان خپلواكۍ،سيمه ايزې سلامتيا او د اقدارو دفاع لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلے كوي او ?? قام لخوا په وسله والو ځواكونو شوې باور په ځائ ساتي۔ كله چې مونږ د آزادۍ د ورځې جشن لمانځو نو مونږ له پخپل مح??ت ترلاسه كړې شوې آزادي عزت، وقار او خپل خوښ نظرياتو له مخې غېر متزلزل تړون سره په ځائ ساتلو لپاره د خپل عزم پخلے كوٶ۔ پاکستان زندہ باد