اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ پېښه كښې شهيد شوي کيپټن محمد اس??مه بن ارشد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهيد کيپټن محمد اس??مه غونډې مېړني زامن د پاكستان وياړ دے۔د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل شهيد کيپټن محمد اس??مه په مړانه جنګېدو سره د وطن په خاطر خپل ځان قربان كړو او د ترهګرو ناوړه عزائم ئې خاورې كړل ۔ محسن نقوي ووئيل د شهيد کيپټن محمد اس??مه غونډې د مېړنو ځوانانو عظيمې قربانۍ ??ه تل ياد ساتلې شي٬ د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو پخپله وينه د امن ابياري كړې۔ دغسې وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد کيپټن محمد اس??مه كورنۍ ??ره د همدردۍ او غمرا??ۍ څرګندونه هم وكړه۔