اسلام آباد۔22جون(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د دين په نامه په ټولنه ك??ې د لا قانونيت پېښو جاج اغستلو سره دې قامي تګلاره مرتب كولو له د ايوان خصوصي كمېټي جوړه ك??ې شي ا?? د دوھم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه وېنا وه چې احسن اقبال د كابينې برخه دے٬ دا معامله دې په كابينه ك??ې پورته ك??ي ا?? د داخله وزير د لارې دې د خېبر پښ??ون??وا اعلې وزير سره خبره وكړي۔ د خالي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په سوات كښې يوه پېښه رامخې ته شوه په كومه ك??ې چې يو سېلانې د قرآن پاك د بے حرمتۍ په تور وسوځولے شو۔ ده ووئيل دا ډول پېښې زمونږ په ګاونډي هېواد هند كښې هم رامخې ته كيږي په كوم چې مونږ اعتراض لرؤ۔ احسن اقبال ووئيل دې څخه وړاندې سیالکوټ، جړنواله، سرګودھا او اچھره ك??ې هم دا ډول پېښې رامخې ته شوې۔ مونږ له به داسې كولو څخه ډډه كول وي۔ ده د يو حديث مبارك حواله وركولو سره ووئيل نبي علېه السلام د مړي سوځولو څخه منع فرمايلې ده ولې چې د سوځولو حق يوازې پاك پروردګار ته حاصل دے۔ ده غوښتنه وكړه چې د ايوان يوه خصوصي كمېټي دې جوړه ك??ې شي كومه چې د دې ټولو پیښو جاج اغستو سره قامي تګلاره مرتب كړي۔ په دې دوهم سپيكر غلام مصطفیٰ شاہ احسن اقبال ته ووئيل ته خپله د كابينې برخه يې٬ دا معامله په كابينه ك??ې پورته ك??ه او د داخله وزير د لارې د خېبر پښ??ون??وا اعلی وزير سره په حكومتي كچه خبرې وكړه