اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د داخله چارو و??اقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې په وفاقي پلازمينه کښې به بهرنيو وګړو لپاره يو بېل فورس (اېس پي يو) جوړولې شي٬ د پاكستان او چين تلپاتې ملګرتيا څوك زيانمنه كولې ن?? شي٬ داسې كومه هڅه به كاميابېدو ته پرېښودلې ن?? شي۔ د اتوار په ورځ د داخله چارو وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير محسن نقوي د چين سفارتخانه ك??ې چينائي سفير جيانګ زي ډونګ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د وزراعظم شهباز شريف د چين په او??نۍ دوره او په خاص توګه پاك چين اړيكو ته د ودې په وركولو او د چينائي وګړو امنيت لپاره په پورته ك??ې شويو ګامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د چين او??نۍ دورې سره چين سره د ملګرتيا رشته لا مضبوطه شوې ده۔ د چين ٬ صدر وزيراعظم او اعلی مشرتابه تل د پاكستان بشپړ ملاتړ كړے دے۔ داخله وزير محسن نقوي د چين سفير د اسلام آباد په شمول په ګرد هېواد كښې د چينائي وګړو حفاظت له پورته ك??ې شويو ګامونو او د سي پېك په شمول په نورو منصوبو د كار كوؤنكي چينائي انجينئرانو او عملې سكيورټي پلان په اړه خبر كړو۔د چين سفير په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ محسن نقوی د چين سفير ته ووئيل چې د چينائي وګړو امنيت له بشپړه او فعاله اېس او پيز وضعه ك??ې شوي دي۔ په اسلام آباد كښې بهرنيو وګړو لپاره جلا فورس اېس پي يو جوړولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان تعمير او پرمختګ لپاره د كار كوؤنكو چينائي ورونړو تحفظ د پاكستاني حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د چين او پاكستان تلپاتې ملګرتيا څوك زيانمنه كولې ن?? شي او دا ډول كوم هڅه به كاميابېدو ته پرېښودلې ن?? شي۔ په ملاقات كښې د چين سفير ووئيل پاكستان او چين د هر موسم ملګري دي، پاكستان سره اړيكې زياتې مهمې ګڼؤ۔ په دې موقعه داخله سېكتر خرم علي آغا او د چينائي سفارت اعلی چارواكي هم موجود وو۔