اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سري لنكا هائ?? كمشنر ایډمرل (ر) رویندرا چندرا سری وجے ګونارتنے ملاقات كړے چې پكښې په سری لنكا كښې د 42 پاكستانو بنديوانو په سمدستي توګه هېواد ته راستنولو ته د صلاح پشمول د شريكې خوښې پ?? چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د سری لنكا هائ?? كمشنر په دې مهال د پاكستانو بنديوانو په سمدستي توګه هېواد ته د راستنولو په لړ كښې د هر ممكن مرستې باور وركړے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د بنديوانو هېواد ته راستنولو لپ??ره په مرسته د سری لنكا هائ?? كمشنر مننه كړې۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل د پاكستانی بنديوانو هېواد ته راستنلو لپ??ره انتظامات ته به په يو څو ورځو كښې حتمی شكل وركړے شي ، د كورنيو چارو وزارت د دې بنديوانو هېواد ته راستنلو لپ??ره د تيري يوې مياستي راهسې د سري لنكا چارواكو سره كار كولو۔ده ووئيل سري لنكا او پاكستان خپلو كښې د تيرو 7 لسيزو راهسې قوي اړيكې ??ري ، پاكستان د شريكو اړيكو په بيلو څانګو كښې مرستې لا زياتولو له خوښې لري ۔ملاقات كښې د امنيت او د منشیات مخنيوي مرستې زياتولو ته هم اتفاق وكړے شو ۔د كورنيو چارو وزارت ته په رسېدو وفاقي وزیر محسن نقوي د سری لنكا هائ?? كمشنر هر??لے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقی سیكرټري خرم علي آغا،چئیرمین نادرا لیفټیننټ جنرل محمد منیر افسر او اړوند افسرانو نه علاوه د سري لنكا هائ?? كمېشن چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔