اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير ج??م کمال خان وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د يو اے اي دوره كاميابه وه٬ د بهرنيو كمپنيو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي، د پاکستان په ??اريخ كښې په وړومبي ځل د يو وزيراعظم په ??هر كښې دومره ډاډګير??ه شوې٬ بهرنو سرمايه كارو په ??وي د باور څرګندونه كړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره په ګډه نيوز كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل حکومت معاشي بهترۍ لپاره كار كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د هرې څانګې د بهترۍ هدف راكړے۔ ده ووئيل متحده عرب امارات لخوا د لس اربه ډالرو د سرمايه كارۍ اعلان په وزيراعظم شهباز شريف د هغوي د اعتماد څرګندونه ده ۔ جام کمال خان ووئيل مونږ د يو اے اي د صدر او نورو مشرانو مننه كوٶ چا چې په پاكستان كښې د دومره سرمايه كاري اعلان كړې ٬ متحده عرب امارات پاکستان په معاشي توګه مخ په وړاندې بوتلل غواړي٬ يو اے اي سره په ??ېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ پحقله كار روان ??ے او په ??ې لړ كښې كوټلې او جامع منصوبه بندي كوٶ۔ ده ووئيل هر هېواد سره تجارت لپاره جلا او جامع منصوبه بندي كوٶ او اېم او يوز هم كولې شي۔ ده ووئيل د مېنځنۍ آسيا هېوادونو سره د پاكستان ?? كنېكټوېټي نه وروستو به د تجا??ت او روزګار موقعې راپېدا شي ځكه چې بهرني سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كارۍ له پورا خوښي لري۔