اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف ??ضا ګېلاني د نهې په ورځ د ايران سفارت دوره كولو سره د ايران صدر ابراهيم ريئسي٬ خارجه وزير حسېن عبدالهيان او نورو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې ده د ايران صدر په مړينه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د غم د??د څرګندونه وكړه۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې لنډ مهاله صدر سيد يوسف ??ضا ګېلاني ووئيل ټول قام د ايران د صدر په مړينه غمژن دے او د ايران خپلو وروڼو او خوېندو په غم كښ برابر شريك دے٬ د ايران د صدر وفات اسلامي نړۍ لپاره لوئي زيان دے، صدر ابراهيم رئيسي يو نيک انسان، عالم او د پاکستان عظيم دوست ٶ، د ھغوي په مرګ اسلامي نړۍ د عظيم لارښود څخه محرومه شوه ۔ په دې موقع لنډ مهاله صدر په پاکستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدم څخه هم ملاقات وكړو ۔ د ايران سفير د غمرازۍ په پېغامونو او د ايران اولس په غم كښې په شريك پاتې كېدو د پاكستاني اولس او حكومت مننه وكړه۔ په دې موقع لنډ مهاله صدر سيد يوسف ??ضا ګېلاني د ايران سفارت ??ښې د مېلمنو په كتاب كښې د غمرازۍ ت??ثر??ت هم قلمبند كړل۔