اسلام ??با??۔18مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په كرغزستان كښې پاكستاني سفير حسن علی ضیغم سره ټېلېفوني تماس نيولے او هغه ته يۍ په روانه وضعه كښې پاکستانی زده كوؤنكو ته د هر ډول مرستې كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سفير ته هدايت وكړو چې هغه دې د هاسټلز په خپله دوره كولو سره زده كوؤنكو سره ملاقات وكړي۔ پاکستانی سفیر وزیراعظم صورتحال څخه خبرولو سره ووئيل چې په پېښه كښې كوم پاكستانے په حق نه دے رسېدلے٬ سفارت د ژوبل شويو زده كوؤنكو معاونت كوي۔ وزیر اعظم تاکی?? وكړو چې هغه دې د زده كوؤنكو مور پلار سره تماس كښې وسي او دوئي ته دې هر ډول ضروري معلومات وركوي۔ وزیرِاعظم سفارتخانې ته ژوبل شويو زده كوؤنكو ته د هر ډول طبي آسانۍ وركولو هدايت كولو سره ووئيل كوم ژوبل شوې زده كوؤنكي چې پاكستان ته راتلل غواړي د هغوي د رات??لو دې فوري انتظام وكړے شي۔ ده ووئيل د ژوبل شويو زده كوؤنكو د بېرته رات??لو اخراجات به د پاكستان حكومت پورته كړي۔ ده ووئيل په كرغزستان كښې د روانې وضعې په خپله نګراني كوم٬ په دې صورتحال كښې به زده كوؤنكي يوازې پرېښودلې نه شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د كرغزستان حكو??ت سره په تماس كښې دے۔