بیجنګ ۔16مئي (اے پي پي)نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد ??سحاق ډار د زيارت په ورځ بیجنګ كښې د چین ایګزم بینک چیئرمین وو فلن سره ملاقات كړے ۔ د خارجه دفتر د اړخه جاري بیان تر مخه نائب وزیراعظم او چیئرمین د ایګزم بینک پاکستان سره د پخوانۍ مرستې او پاکستان كښې په سباون كښې د سرمایه کاره په اړه خبر?? وكړې۔ د ملاقات په مهال نائب وزیراعظم مالیاتي او اقتصادي استحکام لپاره د پاکستان د ه??و ځلو او د کاروبار دوسته پالیسیو خاکه وړ??ندې كړه ، ده په خاص توګه د پاکستان اسټاک ایکسچینج د غوره کارکردګۍ ستائنه وكړه ۔ نائب وزیراعظم د پاکستان په معیشت د نريوالو سرمایه کارو د اعتماد تجدید وكړو ۔ نائب وزیراعظم محمد ??سحاق ډار د سي پیک تر مخه پاکستان كښې د مهمو ترقیاتي منصوبو لپاره د ایګزم بینک د مرستې ستائنه وكړه۔ نائب وزیراعظم بینک ته د تجدید وړ توان، زراعت، صنعت کارۍ او صنعتي څانګو كښې د فنانسنګ لپاره د نوو منصوبو د لټون بلنه هم وركړه