اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان وئيلي دي مونږ له د آئين او قانون سرلو??ۍ لپاره ووټ راكړې شوې دې٬ مونږ به د د آئين او قانون حکمراني لپاره هڅې كوٶ، چې ټولې ادارې د خپل اختيار دننه كار و??ړي نو پاكستان به پرمختګ وكړي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال ده ووئيل صدر مملکت چې په ماضي كښې پارلمان ته كوم خطابات ??ړي په ھغې كښې او په اوسني خطاب كښې هېڅ ??رق نشته٬ مونږ له د آئين او قانون سرلو??ۍ لپاره ووټ راكړې شوې دې، سياست يوازې د سياسي ګوندونو او اولسي نمائندګانو كار دې٬ تر ټولو وړاندې حاكميت د رب العزت دې او د دې نه وروسته د پاكستان د اولس دې۔ ده ووئيل چې څوك د آئين خلاف ورزي كوي نو په ھغوي د آرټيکل 6 اطلاق كېږي٬ آئين په دې معامله كښې ډېر واضح دې٬ په آئين كښې د هرې ادارې حدود واضح دي٬ چې ټولې ادارې د خپل اختيار دننه كار و??ړي نو پاكستان به پرمختګ وكړي۔