اسلام آباد 13مئی (اے پي پي) د آزاد جمو او کشمیر وزیراعظم چوهدری انوارالحق وئيلي دي چې د پاکستان حکومت آزاد کشمیر كښې د عوامی ایکشن کمېټۍ مطالبات منظور كړې دي دې نه پس د خوراك او برېښنا بيعو كښې د کمی کولو نوټیفکیشنز جار?? كړې شوې دي، د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې بيړنۍ غونډه شوې چې پكښې ټولو سټیك هولډرز ګډون كړې، په دې موقع وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر اولس سره د بے كچې ميني څرګندونه كولو سره د برېښنا او فوډ سبسډی په اړه منظوری وركړې ده۔ ده د ګل په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل د تيرو څلورو ورځو راهسې د برېښنا او اوړو سبسډی په اړه د عوامی ایکشن کمېټۍ پلیټ فارم څخ?? اولس خپلې هلې ځلې ريكارډ كړې دي،اوس دوه داسې مطالبې دي چې ارزانه ډوډۍ او آرزانه برېښنا د كوم څخ?? چې څوك هم انکار نه شي كولې۔ده ووئيل دې څخ?? وړاندې د آزاد کشمیر اولس هم دغه مقدمه ما د پاکستان سېنېټ عبوری حکومت ته وړاندې كړې وه،د مسئلې حل كولو له تيره ??رځ صدر پاکستان آصف علی زرداری د پیپلز ګوند پارلیمانی غړي ایوان صدر ته رابللې ؤ او د مسئلې په اړه ئې خبرتيا ترلاسه كړې وه،په دې د هغه مننه كوو چې هغه د وفاقی حکومت سره د خبرې كولو باور راكړې ؤ۔دې نه ځانله وزیراعظم شهباز شریف د بشپړه يووالي څرګندونه كړې او باور ئې راكړې چې راروانو 24 ساعتونو كښې به ټول سټیك هولډرز اسلام آباد كښې كېښني او مسئله به حل کړي،معاملاتو ته به احتیاط سره ??تلې شي،اوس د ډير احتیاط سره دا مسئله حل کړې شوې ده،ټولو سټیك هولډرز اتفاق کړې،خپلو خرڅونو كښې به كمې راوستلې شي، د آزاد کشمیر اولس احتجاج منلو سره ??طلوبه رقم وركړے شوے دے۔ ده ووئيل هائ??ډر?? پاورپراجیکټ معامله به هم ت??سره شي،د نن نوټیفکیشن په سمدستي توګه لاګو کړې شوې، د عوامی ایکشن کمېټۍ ټول مطالبات منظور کړې شوې دي ،اوس هلته امن بحال شوې دے