اسلام آباد۔25اپریل (اے پی پی) صدر مم??كت آصف علي زرداري په ملېریا قابو موندلو له د ټولو اړخونو د ګډو هڅو په حاجت ټینګار کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د ګلوبل ملېریا پروګرام لاندې د نویو اقداماتو عملي كولو عزم لري۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مم??كت د دې خيالاتو څرګندونه د مليريا نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده وئيل چې هر کال د اپریل 25 مه نېټه د مليریا نړیواله ورځ د دې رنځ په اړه د اولسي شعور بېدا??ول?? او د دې مخنيوي په لاره كښې د پېښو چېلنجونو ح?? لټولو له لمانځل کیږي۔ ده ووئيل د ملېریا مخنیوې، تشخیص او درملنه ممکن ده۔ ده ووئيل د پاکستان حکومت اولس لپاره د روغتيايي اسانيو براب??ول?? عزم لري۔ صدر مم??كت ووئيل د ملېریا د نړیوال پروګرام تر سېوري لاندې د نویو اقداماتو مقصد د ملېریا د هرې شکمنې پېښې معاینه، تصدیق او معياري درملنه ده۔ صدر مم??كت ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د روغتیا وزارت د ګډې يونټ د لارې د مليريا مخنيوي ل??اره كوټلې هلې ځلې کړې دي۔ ده ووئيل كامن مېنجمنټ يونټ مليريا يوه بشپړه تګلاره عملي كړې ده۔ ده ووئيل د بده م??غه د كال 2022 ﺀ سېلابونو له امله د هېواد به بېلو برخو كښی د مليريا په كېسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته شو۔ ده ووئيل د سېلاب په څير قدرتي آفت د مليريا مخنيوي ل?? روانو هڅو ته زيان ورسولو٬ ټولو صوبائي حكومتونو او نورو همكارانو څخه غوښتنه كوم چې هغوي د دې اندېښمن صورتحال مخنيوي ل?? يو موټي شي۔ ده ووئيل ټول اړخونو دې د مليريا په اړه اولسي شعور بېدا??ول?? له اقدامات هم وكړي۔