لاهور۔14اپرېل(اے پ?? پی)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې په ګرده نړۍ او پاكستان كښې مېشته سكھ ورورولۍ ته د زړه له كومي د بېساكھي اختر مباركي وركولو سره د مينې او سولې پېغام وركول غواړم٬ راځۍ چې په ګډه د يوې سولييزې نړۍ په تشكيل كولو كښې خپل كردار ترسره كړؤ۔ د ات??ار په ورځ د وزيراعظم آفس د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په خپل پېغام كښې ووئيل چې په پاكستان او ټوله نړۍ كښې مېشته سيكانو ته د زړه له كومي مباركي وركول غواړم۔ بېساكھ مياشت د بېساكھ سپرلي موسم نخښه ده٬ بېساكھي د مينې او خوشحالو نورو سره د ګډولو اختر دے۔ ده ووئيل په دې وياړؤ چې پاكستان د بېلو عقيدو او كلتورونو يو ښكلے امتزاج دے٬ د بېساكھي اختر رنګ د دې ??كل?? لا زياتوي۔ ده ووئيل د پاكستان وفاقي او صوبائي حكومتونه دا خبره باوري كوي چې د بېساکھۍ مراسمو ادا كولو له په پاكستان كښې د مذهبي ځايونو دوره كوؤنكي ګردې نړۍ څخه ر??غلې سكھ ياتريانو لپاره به ټولې آسانۍ برابرولې شي۔ ده ووئيل د دې اختر په موقعه زه تاسو ته د مينې او سولې پېغام دركوم٬ راځۍ چې يوه سولييز نړۍ تشكيل كولو كښې خپل كردار ترسره كړؤ۔