اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې وخت تيريدو سره سره لا پياوړې كيږي٬ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وز??راعظم شهباز شريف سره د سعودي عربستان د دفاع وز??ر شهزادہ خا??د بن سلمان بن عبد العزیز آل سعود د خا??ي په ورځ په وز??راعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دفاع وز??ر خواجه آصف او د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منېر هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه چارو بشپړه خبرې وشوې۔ په دې موقعه په سيمه ايز امن او سلامتيا او د منطقې په امنيتي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم د پاكستان ورځې په پرېډ كښې د خاص مېلما په حېث په ګډون كولو د دفاع وز??ر شهزاده خا??د مننه وكړه۔ وزیر اعظم د پاکستان تر ټولو ستر سول ايوارډ نشان پاكستان په ترلاسه كولو ده ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ده سره خپلو خبرو كښی ووئيل مونږ د خپل مشر ورور سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يؤ۔ د سعودی دفاع وز??ر د وزارت عظمی منصب په سنبالولو وز??راعظم ته مباركي وركړه۔ ده د پاكستان ورځې پرېډ ته د خاص مېلما په حېث په بلنه د پاكستان مننه وكړه۔ ده د پاك پوځ د سرلښكر د سعودي عربستان دورې ذكر كولو سره ووئيل دغه دوره د دواړو هېواد??نو ترمينځه دفاعي اړيكو ته د ودې وركولو حوالې سره زياته مهمه او ګټوره وه۔