اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د نړيوال اسلامي پوهنتون د تعلقات عامه څانګې او اتحاد القرا پاكستان العالمي تر اهتمام لاندې د حفظ القرآن آل پا??ستان مسابقې فائنل او د حسن قرات محفل وكړے شو۔ د پوهنتون په فيصل مسجد كېمپ?? كښې شوې ??ې مسابقه كښی د ګرد پاكستان سكولونو او مدرسو 500 ماشومانو ترمينځه مقابلو څخه وروستو فائنل ته رسېدونكو 15 حافظانو او په قرات كښې د مصر نوموړو قاريانو شیخ صمیر بلال او شیخ یاسر په شمول پاكستاني قاري سهېل احمد ترين برخه واخسته۔ دا مسابقه د بلوچستان پشين ضلعې حافظ معيد الله وګټله كوم ته چې انعام كښې د عمرې ټكټ وركړے شو۔ دويم پوزيشن د هري پور حافظ محمد نعمان ترلاسه كړو ده ته 20 زره روپۍ او د درېم پوزيشن په ترلاسه كولو د لودھرں طالبعلم ته 10 زره روپۍ وركړې شوې۔ په ??ې موقعه خپلو خبرو كښې د تعلقات عامه څانګې مشر ناصر فرید ووئيل چې قرآن سره تړون د دنيا او آخرت د كاميابۍ كنجي ده٬ قرآن د عمل كتاب دے۔ ده ووئيل فیصل مسجد د سعودی عربستان لخوا پاكستاني اولس لپاره يوه ډالۍ ده او په دې وروستيو كښې د سعودي عربستان سفير نواف المالكي د سعودي حكومت لخوا د فېصل مسجد رنګ روغن لپاره د فنډز راكولو اعلان كړے دے په دې ټول پاكستانې اولس ددوئي مننه كوي۔