اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان او چين ترمينځه ژورې اړيكې نړۍ لپاره يو مثال دے ٬ د دواړو د ملګرتيا جرړې د اولس په زړونو كښې دي٬ او ددې بنياد امن او همكارۍ سره سره په دوه اړخيزه اړيكو محيط دے۔ د چين سركاري ميډيا سره مركه كښې ده د پاكستاني حكومت او اولس لخوا چينائي اولس او حكومت ته د نوي چينائي كال مباركي او دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه د ټولو مهمو چارو په اړه د يو بل د دريځ احترام كولو سره د دې تحفظ له هڅې كوي۔ پرله پسې بدلېدونكې نړۍ كښې پاك چين اړيكې مستحكم دي۔ ??ه ووئيل د آئي ټي ٬ كركيلې او د ګاډو تيارولو په شمول نورو څانګو كښې همكاري زياتولې شي۔ ??ه ووئيل چين د مصنوعي ذهانت په شمول نورو څانګو كښې هم تر ټولو وړاندے دے۔ ده ووئيل مونږ د ستونزو په مهال يو بل سره ولاړ پاتے شوے يؤ۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان او چين امن سره مينه لرونكي هېوادونه دي٬ بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو (بی آر آئی) د اولسي پرمختګ منصوبه ده چې ورسره به يو مستحكم او ګټور معيشت ترلاسه شي۔ ??ه ووئيل دې اقدام سره به نړيوال تجارت او تلپاتي پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ ?? يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سي پېك په مرسته په پاكستان كښې د انفراسڼرکچر ، بشري وسائلو ، توان او د صنعتي څانګې په بهترۍ كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ ده ووئيل د آرټیفیشل انټېلی جنس او سپر کمپیوټرز په شمول نورو څانګو كښې چين تر ټولو وړاندے دے او پاكستان د دې برخه جوړېدل غواړي۔ ??ه ووئيل د پاكستاني حكومت او اولس لخوا چينائي اولس او حكومت ته د نوي چينائي كال مباركي او دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم