کراچۍ 26 جن??ري (اے پي پي) د ??عل??م نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي په ټولو سياسي ګوندونو زور رواړے چې ھغوي پخپل انتخابي منشور او د ګورننس په تګلاره كښې ??عل??م ته پام لرنه وكړي او په هېواد كښې د ??عل??م معيار بهترۍ لپاره په راتلونكو پنځو كلونو كښې په لويه كچه كار وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نګران وفاقي وزير په كراچۍ كښې د علامه اقبال اوپن پو??نتون او د انټر بورډ کوآرډينېشن کمېشن (آئي بي سي سي) د سيمه ايزو دفترو دورې په مهال د غونډو مشرۍ او ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده زور رواړو مونږ له د ??عل??مي انفراسټركچر ترقۍ٬ د تدريسي نظام بهتر كولو٬ تل پاتې پاليسۍ او اقدام??ت سره سره د استاذانو تربيه او د سكول نه د بهر ماشومانو اندراج با??ري كولو ته اړتيا ده دغسې چې ټولو لپاره د معياري ??عل??م مقاصد يقيني شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د سيمه ايزو دفترو د بېلا بېلو برخو دوره وكړه او د ادارو د كار په تګلاره٬ كردار٬ د رامخې ته مسئلو او د سباٶن د لائحې په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل۔