اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) د ق??مي خبر رسنې ادارې اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) تر سېوري لاندې د راروان الېكشن په اړه ق??مي ميډيا لپاره د ضابطه اخلاق په چارو يو ورځنے تربيتي سېشن وكړے شو۔ د تربیتی سېشن مشري سينئر خبريال متین حېدر كوله په كوم كښ?? چې د اے پي پي خبريالانو ، کېمرہ مېن، نیوز ايډيټرز او نورو ګډون كولو۔ متين حېدر د ټو?? ټاكنو كورېج په مهال خبريالانو لپاره د وړاندېزونو او ضابطه اخلاق په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل يو خبريال له به تل جامع نوټ اخستل وي يا به په ټاكنو كښ?? د برخه اخستونكې كانديد وېنا په اولسي غونډو كښ?? ريكارډ كول وي دغسې چې په بيان كښ?? كوم ابهام پاتې نه شي۔ ده ووئيل نامه نګارانو له به اولس سره د كانديدانو د ملاقاتونو په اړه رامخې ته شوې سائيډ سټوريز ته هم پام ګرځول وي۔ سينئر خبريال متين حېدر ووئيل سټار رپورټر جوړېدو له به خبريال له متنازعه نه بلكې تنقيدي پوښتنې هم كول وي۔ ده ووئيل كه كوم خبريال پوښتنه كولې نه شي نو هغه بايد په فيلډ كښ?? نه بلكې په نيوز ډېسك پاتې شي۔ خبريال دې د اي سي پي، د ګوند لارښودو او سياستوالو په پرېس كنفرنس كښ?? ګډون كوي۔ يو خبريال له به اي سي پي څخه دا پوښتنه كول وي چې آيا كوم سياستوال د كومو تحفظاتو په اړه دوئي سره رابطه كړې ده۔ ده ووئېل د ټاكنو څخه وړاندې او وروستو الېکشن کمېشن کمشنر، ډی جیز س??ه خبره وكړۍ٬ په دې د ځان پوهولو هڅه وكړې چې الېکشن کمېشن ټولټاكنو لپاره څه شيئر كوي دغسې چې د خبريال لخوا شيئر كېدونكو معلوماتو كښ?? دا وضاحت وكړے شي۔ ده ووئيل د ميډيا كردار د واچ ډاګ په ډول وي او خبريال ته بايد دا هم معلومه وي چې د الېكشن كمېشن د قواعدو له مخې په ټاكنو كښ?? د كانديدانو د خرڅونو يو حد وي۔ ده ووئيل ميډيا دې مهمو كانديدانو سره مركې وكړي او هغوي څخه دې مهمې پوښتنې وكړي٬ دوئي بايد تجزياتي مركې وكړي٬ بهرنو مبصرينو سره د هغوي د خيالاتو معلومولو له تماس اونيسي۔ ده ووئېل تل داسې عكسونه واخلې كوم كښ?? چې د يوې سرګرمۍ مثبته عكاسي شوي وي۔ ده ووئيل كه كوم رپورټر په سوشل ميډيا د ګردش كونكې كوم خبر سره رامخي ته كېږي نو بايد د دې په صحيح ډول تصديق وكړي٬ د ټاكنو په ورځ دې هر څيز په مثبت توګه رامخې ته كړے شي او د اولس رائے دې ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل كله هم داسې شرټ مه اچوې په كوم چې د كوم سياسي ګوند لوګو وي۔ ده ووئيل د خبرو د لارې كله هم كركه مه خپروۍ ولې چې زمونږ كار همغږۍ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د رپورټنګ په وخت دې د اقليتونو احترام وكړے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې متین حېدر په جی ټی وی نېټ ورک كښ?? سینئر تجزیه کار او اېنکر پرسن دے۔ دې اعلی ميډيا هاؤسز س??ه د كار كولو نزدې 30 كلنه تجربه لري۔ دې د پاكستان په بېلو پوهنتونونو كښ?? د تدريس 15 كلنه تجربه هم لري۔ د يو خبريال په حېث ده كال 1990 څخه په پاكستان كښ?? د يو شمېر ټولټاكنو كورېج كړے دے