اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نګ??ان وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره د سترو لارو په ترجيحي بنيادونو جوړولو او بحالۍ ته اړتيا ده٬ چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري متوقع ده٬ په بلوچستان كښې د سړكونو جال خپرولو له خاص كار كولو ته اړتيا ده٬ د كراچۍ نه تر چمن د سترې لارې بحالي او بيا رغونې ايسار كړے كار دې زر تر زره پېل كړې شي٬ د نوو سترو لارو پلان منصوبي جوړولو كښې دې تفصيلي منصوبه بندي او د وسائلو ښه استعمال باوري كړې شي دغسې چې اولس ته زياته ګټه ورسولې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نګ??ان وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټۍ د چارو جاج اغستو غونډه شوې۔ په غونډه كښې نګ??ان وفاقي وزيرانو شاهد اشرف تارړ، ډاکټر شمشاد اختر ، سميع سعيد، د اېن ??ېچ اے چيئرمېن ا?? اړوندو سركاري چارواكو ګډون ??ولو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د اېن ??ېچ اے په بېلا بېلو منصوبو بريفنګ وركړے شو٬ په غونډه كښې ګډون ??وونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د سړكونو جوړولو او ترقۍ پحقله نېشنل هائي وے اتهارټي ډېر مهم كردار لوبوي٬ د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين ا??فراسټركچر كليدي حېثيت لري، د سړکو جال خپرولو نه غېر د پرمختګ او سوكالۍ خوب نشي رښتيا كېدے۔ وزيراعظم ووئېل د هېواد پرمختګ لپاره د سترو لارو په ترجيحي بنيادونو جوړولو او بحالۍ ته اړتيا ده٬ چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري متوقع ده٬ ده ووئېل په بلوچستان كښې د سړكونو جال خپرولو له خاص كار كولو ته اړتيا ده٬ د كراچۍ نه تر چمن د سترې لارې د بحالۍ او بيا رغونه ايسار كړے كار دې زر تر زره پېل كړې شي٬ د کراچي۔چمن سترې لارې جوړوېدو سره به نه يواځې د بلوچستان ا??لس ته ګټه ورسي بلكې د هېواد نورو سيمو ته به هم ښه متبادل لاره په لاس ورشي۔ وزيراعظم ووئيل غوره لارې د هېواد په پرمختګ او سباون ??پاره چې كوم كردار لوبوي ھغه سوچ كول ګران دي۔ ده امر وكړو چې د نوو سترو لارو پلان كولو سره دې تفصيلي منصوبه بندي او د وسائلو ښه استعمال باوري كړے شي دغسې چې اولس ته زياته ګټه ورسولې شي