اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ د پاكستان موسئس قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح نن هم مونږ ټولو لپاره د لارې مشعال دے٬ راځۍ چې نن د قامي اتحاد او د يو سوكاله او پرمختللي پاکستان لوظ كړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د قائداعظم د زېږېدنې په 147 مې ورځ لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ خپل پېغام كښې ووئيل د قائد د زېږېدنې په 147??ه ورځ مونږ په جوش او جذبے سره لمانځو ټول قام قائد ا??ترام او عقيدت سره يادوي ۔ ده ووئيل د قام په حېث مونږ د لوي څښتن منننه كوٶ چې مونږ ته ئې دا عظيم قائد راكړې چا چې د نيمې وچې د مسلمانانو مشري كولو سره آزاد وطن ترلاسه كړې٬ قائد د نړۍ په نقشه د نوي اسلامي رياست جوړولو هلو ځلو لپاره د نيمې وچې مسلمانان د يو بېرغ لاندې راغونډ كړي۔ د قائداعظم عزم او غير متزلزل قوت ارادي مسلمانان ته د خپل مقصد ترلاسه كولو لپاره د ټولو ستونزو په مړانه د مقابلے درس وركړې٬ د ھغوي په اتحاد، ايمان او د نظم و ضبط په اصولو عمل كولو سره مسلمانانو بلها قربانۍ وركولو سره خپل اجتماعي مقصد ترلاسه كړې۔ ده ووئيل قائد ا??ظم په 11 اګست كال 1947 خپل تقرير كښې دا خبره واض?? كړې وه چې پاکستان كښې به هر كس ته د خپلې عقيدې او مذهب پحقله بشپړه آزادي ترلاسه وي٬ په نننۍ ورځ د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ لپاره د قائد پېغام بيا يادولو ته اړتيا ده۔ لنډمهاله وزيراعظم ووئيل مونږ له د انتها خوښۍ قوتونو ته ماتې وركول دي٬ جمهوريت٬ شريك سوله ايز سباٶن او د قانون حكمرانۍ اصول په ځائ ساتلو لپاره مونږ له خپلو صفونو كښې اتحاد ته اړتيا ده٬ راځۍ چې قامي اتحاد او يو خوشحال او د پرمختللي پاكستان لوظ وكړو٬ د قائد د ا??حاد، ايمان او نظم و ضبط اصول بايد د قام په حېث زمونږ د ټولو لپاره لارښونې اصول دي٬ لوي څښتن دې مونږ ته په صحيح معنو كښې د يو جمهوري رياست جوړولو توفيق راكړي د كوم چې زمونږ عظيم قائد تصور كړې ٶ۔