اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي پاکستان يو آزاد او خپلواكه هېواد دے،مونږ د خپلو قامي مفاداتو تر مخه پريكړې كوو، چا له هم پخپلو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوو، انتخابی عمل به په سپيځلي ډول ترسره كولې شي،مونږ ډير زر انتخابی عمل پېل كونكې يوو ، انتخابی عمل كښې په انتظامی كچه د چا هم مرسته یامخالفت نه كوو، افغانستان كښې استحکام د دواړو هېوادونو په ګټه دے، تحریك طالبان پاکستان پشمول د نورو ډلو د پاکستان په ضد د افغان خاوري په كارولو تشویش لرو،د افغانستان عبوری حکومت دې خپله خاوره د كوم هم هېواد په ضد ونه كاروي۔ د ترکيې ټی وی “ټی آر ټی” سره مركه كښې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د يوې پوښتنې په ځواب وو??يل مونږ د تحریك انصاف ، مسلم لیګ (ن) یا پیپلز پارټي پشمول د هر سياسي ګوند د سیاسی حقونو تحفظ به باوري كوو۔تر څو چې د امناك احتجاج تعلق دے دا د هر يو ګوند حق دے خو د تشدد احتجاج به ونه زغملے شي ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل انتخابی حلقه بندۍ د الیکشن کمیشن ??ئینی ذمه واری ده۔كه چرې مونږ د قانون د سرلوړۍ خبره كوو نو موڼږ له به پھ دې عمل هم كول وي۔ په انتخابی حلقه بندیو اعتراض په تېر پارلیمنټ كښې د قانون سازۍ په وخت مخ نيوے كيدے شو او هم هغه درست فورم ؤ۔ ده ووئېل مونږ له به د قانون او آئین پاسداری کول وي۔ كه آئین مونږ ته د نو?? حلقه بندیو وئېلے شي نو الیکشن کمېشن ?? نوو حلقه بندو پابند دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د پاکستان پشمول د هر هېواد په سیاسی کلتور كښې د سازشي تھیوری ګردش وي۔ده وو??يل د عمران خان حکومت ختمولو په اړه د مداخلت تورونو پخپله امریکې تردید کړے۔ځيني وخت سیاستمدار اولسې مرسته ترلاسه كولو ل?? داسې موقف خپلوي۔ده وو??يل مونږ يو خپلواكه قام يو۔دا خبره به باوري كوو چې كوم هم بهرنې طاقت د پاکستان په كورنيو چارو كښې مداخلت ونه کړې۔د خپلي ګټي تر مخه به پريكړې كوو۔د پی ټی آئی تير حکومت اقتدار څخه بهر كولو په اړه نګران وزیراعظم وو??يل آئین كښې د كوم هم حکومت جوړولو يا ختمولو په اړه تګلاره شته،د پاکستان پارلیمانی تاریخ كښې په وړومبي ځل دې كار لپاره آئینی لاره خپله كړې شوې۔دې لپار?? دا ټول عمل آئینی ؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د بده مرغه درې څلور لسيزو راهسې زمونږ د سویلین ادارو کارکردګی ښه نه وه۔صحت ، تعلیم، ټیکس وصولي یا د قدرتي آفتونو مخنيوي پشمول بيلو څانګو كښې د کارکردګۍ په اړه مونږ چیلنجونو سره مخ يو او مونږ مجبوراً د پوځ په شان د منظم ادارې څخه معاونت غواړو۔ده وو??يل د ګورننس پشمول په خپلو ټولو ناكامو پرده اچولو لپاره تر ټولو آسانه لار?? دا ده۔مونږ له به د سویلین ادارو استعداد کار زياتول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل افغانستان كښې ناټو عسكر تر څو كلونو موجود وؤ،هغوي هلته 2 ټریلین ډالره خرڅ كړې خو د دې باوجود ځينې مسئلې اوس هم شته او 15،16 كلونو راهسې د افغانستان خاوره په پاکستان كښې د ترهه ګرو بريدونو لپاره كارولې كېږي۔مونږ د دې ډول ترهه ګرۍ مخنيوي له چمتو يو او مونږ په دې اړه لوئي کامیابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئېل تر 20 كالو امریکا او اتحادي پوځونه په افغانستان كښې خپل وخت او وسائل لګولو باوجود سنټرل اتھارټی جوړولو كښې بريالي شوي نه دي ۔ ده وو??يل پاکستان د پولې پورې غاړه څخه ترهه ګرۍ بريدونو مخنيوي لپاره ځيني سکیورټی اقدامات كړې۔تحریك طالبان پاکستان (ټی ټی پی ) پاکستان په ضد د تشدد کارروائیو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي ٬ په دې موڼږ سخت تشويش لرو۔ ده ووئېل مونږ د افغانستان عبوری حکومت سر?? دا معامله پورته كړې۔ د خپلي خاوري او اولس حفاظت لپاره به هر ډول اقدام كوو۔ پاکستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ده وو??يل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاکستان لوئي کامیابۍ ترلاسه كړې۔ پاکستان يواځنے قام دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره څخه زياتې ځاني قرباني وركړې ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده وو??يل پاکستان د هند سره اړيكي په مختلف تناظر كښې ګوري۔ پاکستان د معاشی مسئلو سره مخ دے دغسې هند هم د معاشی مسئلو ښكار دے۔ده وو??يل د پاکستان سباؤن روښانه دے۔