اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په سرکاري او ??جي څانګو كښې خصوصي وګړو لپاره د ملازمت په كوټه د عملدرآمد په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي چې د هېواد د لس نه تر 12 فيصده آبادي بېلا بېل ډول رنځونو سره مخ ده او د سركاري او ??جي څانګو ذمه واري ده چې ھغوي دغه رنځور او ??عذور ك??انو ته د دوي د پوهې او ??ابليت له مخې م??ازمت وركړي دغسې چې دوي په معاشي تو??ه په خپلو پښو ودرولې شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د خصوصي كسانو د درجه بندۍ فرېم ورك فالو اپ ميټنګ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د بشري حقونو وزارت٬ د خصوصي كسانو د حقونو كونسل (سي آر پي ډي)، نادرا، نيوټېك، د څلورو واړو حكومتونو٬ ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمير نمائندګانو او د صحت نړيوالې ادارې نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې م??قع د بشري حقونو وزارت غونډه د خصوصي كسانو د روزګار په كوټه د عملدرامد پحقله ??بر كړه۔ د نيوټېك لخوا غونډې ته ووئيل شول چې تر اوسه 1500 خصوصي وګړو ته ملازمت لپاره تربيه وركړې شوې ده۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې ګزټېډ عهدو لپاره دوئي لپاره كومه مخصوص كوټه نه ده بېله كړې شوې۔ صدر په ګزټېډ ملازمتونو كښې د خصوصي وګړو د كوټې مخصوص كولو لپاره د بھرتۍ په موجوده آئين كښې د بدلون كولو په اهميت زور راوړو۔ ده د نيو ټېك لخوا 1500 خصوصي وګرو ته د تربيې وركولو سره سره د ملازمت په ترلاسه كولو كښې د دوئي په مرسته كولو كښې د بشري حقونو د وزارت كردار هم وستائلو۔ وروستو د تانګ چائينيز انټرنېشنل ايجوكېشن اېنډ ټېكنالوجي (پرائېوېټ) لمټېډ ډائرېكټر او سي اي او سونګ جيان ينګ په مشرۍ كښې يو پلاوي صدر مملكت سره ملاقات وكړو۔ ده پاكستاني ځوانانو لپاره په تكنيكي او ??نرمندانه زده كړو پرېزېنټشن وركړو۔ سي اي او ??وئيل تانګ چائينيز انټرنېشنل ايجوكېشن اېنډ ټېكنالوجي (پرائېوېټ) لمټېډ 150 پاكستانيان عصري هنرمند تعليم لپاره چآن ته لېږلي دي۔ ده زياته كړه چې زمونږ اداره به پاكستاني ځوانان په سكالرشپ چين ته لېږي دغسې چې هغوي عصري هنرمند تعليم ترلاسه كړي۔ صدر مملكت پاكستاني ځوانانو ته د هنرمندانه تعليم وركولو له د تنظيم د خذماتو ستائنه وكړه۔