اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پ??) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير محمد سميع سعيد په ټول هېواد كښې د ض??وري څيزونو مناسب بيعو او د دې څيزونو د طلب او رسد صورتحال څارنې په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي حكومت خلقو ته د ژوند ض??وري څيزونه په مناسب بيعو رسولو لپاره بي غورې نشي كولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې هېواد كښې د ژوند ض??وري څيزونو بيعو او طلب او رسد صورتحال جاج واغستلے شو ۔په غونډه كښې د ض??وري څيزونو بيعو ريټيل او هول سيل بيعو او د دې څيزونو د شته والي پ?? صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔چيف شماريات دان په هېواد كښې د ژوند ض??وري 51 څيزونو په بيعو كښې د ردوبدل په اړه ??م بريفنګ وركړو۔دغسې د منصوبه بندۍ نګران وفاقي وزير په ټول هېواد كښې د ض??وري څيزونو بيعو د استحكام په ضرورت زور راوړو۔ده صوبو ته د ض??وري څيزونو بيعو او د دې په رسنه د نظر ساتلو هدايت هم وكړو ۔په غونډه كښې د صنعت وزارت٬د تجارت وزارت٬د يوټېلټي سټورونو كارپورېشن او صوبائي حكومتونو استازو ګډون كولو