اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ افغانست??ن ته شريكې مرستې لپاره د نوي تاريخ رقم كولو بلنه وركولو سره ووئيل چې افغانستان او پاکستان دوه ګاٶنډي او خپلواكه هېوادونه دي د كومو چې شريكې اړيكې په رسمي توګه استوار كولو ته اړتيا ده، د پاکستان اولس افغان كډالو لپاره په زړه كښې ځائ وركړې او د ا??ثا?? د دې بې مثال جذبې ځواب كښې تورونه لګول او دشنام طرازۍ د پاکستان د غېرت مند او بې لوث اولس جذباتو ته زيان رسولې دې٬ د بده مرخه د پاكستان د صبر، فراخ دلۍ او مصالحت پسندۍ قدر نه دې شوې او افغان لنډمهاله حكومت افغانستان څخه كېدونكې د پاكستان مخالف ترهګرۍ په ضد خاطر خواه اقدامات نه دي كړي٬ د افغان حكومت لخوا د مرستې د نشتوالي نه پس اوس پاكستان خپلې كورنۍ معاملے پخپله د سمولو پرېكړه كړې ده٬ افغان لندمهاله حکومت دې په افغانستان كښې په غېر قانوني توګه مېشته پاكستانيان كوم چې پاكستان كښې په ترهګرۍ كښې ككړ دي پاكست??ن ته حواله كړي او د تحريك طالبان پاكستان خاتمې لپاره دې هر ډول ممكنه اقدام??ت وكړي او په افغانستان كښې موجود د تحريك طالبان پاکستان پټنځايونه او د تربيې مركزونه ړنګ كړي۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ دا خبرې د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ګاٶنډيتوب٬ مذهب او د ورورولۍ رشته ژوره ده٬ د پاكستان حكومت او اولس د دوي بشپړه مرسته كړې او د دوي غم ئې وېشلے٬ پاكستان د تېرو 44 كالو راهسې د 40 لكه نه د زيات افغان كډوالو د زړه د خلاصه هركلے كړے او د محدود و??ائ??و باوجود ئې په روڼ تندي ئ د افغان وروڼو ملګرتيا كړې په دې لړ كښې د نړيوالې ادارې محدود او قليل مرسته پاكستان كښې پاكستان كښې د كډوالو په څلور لسيزو محيط د معاونت عشر عشير هم نه دے۔