اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي اغوا او په كوچنيانو د تشدد د پېښو لاره نيولو لپ??ره د كوټلې اقدامات په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي چې د كوچنيانو د بې درك?? كېدو پېښو لاره نيولو لپ??ره به د ټولې هرې كچې ته خبرتيا رسول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه زېنب الرټ رسپانس اينډ ريکوري په اېکټ د عملدرآمد پحقله د بريفنګ په مهال كړې۔ په بريفنګ كښې د بشري حقونو سېكتر، زېنب الرټ رسپانس اينډ ريکوري ايجنسي (زارا) چارواكو او د زېنب انصاري پلار امين انصاري هم ګډون كړې۔ صدر مملکت ووئيل د بې دركه كوچنيانو لټون لپ??ره د قانون نافذ كوونكو ادارو او نورو ټولو شراكتدارو ترمېنځه قوي مرسته ضروري ده٬ د كوچنيانو حفاظت او دوي د بې درك?? كېدو نه ساتلو لپ??ره به مور پلار او استاذان خبرول وي۔ ده ووئيل چې د وفاق او د پوليس د صوبائي محكمو او اړوند ادارو ترمېنځه موثره رابطو له نظام جوړولو ته اړتيا ده، د كوچنيانو د بې درك?? كېدو د پېښو مخنيوي او زر لټون لپ??ره د ځائي پوليس كردار كليدي دے٬ پوليس دې د كوچنيانو د بې درك?? كېدو او اغواء پحقله د اطلاع په وخت رجسټرېشن باوري كړي۔ ده ووئيل چې اېن جي اوز سره په مشاورتي غونډه كښې دې د بې دركه كوچنيانو پحقله د خبرتيا او په نظام كښې بهترۍ لپ??ره تجويزونه واخستې شي۔ ده په اسلام آباد كښې د زارا اېجنسۍ جوړېدل خوشيبنه ګرځولو سره ووئيل چې دې سره به د بې دركه ماشومانو په وخت لټون او د معلوماتو په تبادله كښې مرسته وشي۔ په دې موقع صدر مملکت ته د زينب الرټ اېکټ او د زارا ايجنسي د مينډېټ او کارکردګۍ پحقله بريفنګ هم وركړې شو۔