??سل??م آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ??سل??م آباد پولیس د کارکردګۍ او د فرض ترسره كولو په مهال د دو??ي د قربانيو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د ??سل??م آباد پولیس په كاركردګۍ كښې اضافې لپاره به دو??ي ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ په پولیس لائنز كښې د روغتون جوړولو سره به د پولیس ځوانا??و او د دو??ي كورنيو ته ?? وېړيا درملنو آسانۍ وركړې شي۔ د شهداء کالج جوړول به د پوليس ځوانانو د كوچنيانو په ګټه وي۔ پولیس اهلکارو لپاره په لاء اینډ آرډر الائونس به عملدرآمد د جولائي اولنۍ نېټې څخه پېل شي٬ ډولفن پولیس جوړولو له به بشپړه پروګرام وضعه كولې شي او د تركيه په مرسته به تربيه وركولې شي۔ سفارش، رشوت او برادري ازم سره هېواد ته زيات زيان رسېدلے دے٬ زمونږ معيار قابليت او مېرټ دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پولیس لائنز كښې د 100 بسترو روغتون، شهداء ماډل کالج او اېس پی یو اېنډ ډولفن هېډکوارټرز د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د ??سل??م آباد پولیس د تېر يو كال په كاركردګۍ او د فرض په غوره ډول ادا كولو اولس ته وياړ دے۔ دو??ي د اولس حفاظت لپاره په زړه پورې كردار ترسره كړې۔ د پوليس ځوانان ژوبل شوي او شهيد شوي خو د خپل فرض په ترسره كولو كښې يۍ كوتاهي نه ده كړې او زه د دې ستائنه كوم۔ ده ووئيل په 100 بسترو د مشتمل نېشنل پوليس روغتون د بنياد تيګه مو اېښودلې ده۔ دا ډول روغتونونه بايد د ګرد هېواد پوليس اهلكارو كورنيو له جوړ كړې شي۔ ده ووئيل زه غواړم چې دا روغتون زر تر زره جوړ كړے شي۔ ده ووئيل اولس هيله لري چې په ګرد هېواد او په خاص توګه ??سل??م آباد كښ به غله ٬ ډاكوان او قاتلان د قانونو منګلو ته حواله كړې شي او په دې كښې به د هېڅ څيز پروا كولې نه شي۔ ده ووئيل پوليس دې د پاك پروردګار رضا لپاره خپل فرض په زړه پورې ډول ترسره كوي۔ ده وئيل د ډولفن جوړولو منصوبه دې فوري تياره كړې شي۔ د ??سل??م آباد ډولفن فورس به د تركيه په مرسته تيارولې شي۔ د ډولفن فورس ځوانان به تريبې لپاره تركيه ته لېږلې شي۔ ده ووئيل داخله وزير دې په فوري توګه دا منصوبه تياره كړي۔ ده ووئيل شهداﺀ كالج به د پوليس ځوانانو د بچو په ګټه و۔ ده ووئيل د پوليس اهلكارو سهولت لپاره د داخله وزير اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په لاء اینډ آرډر الائونس به عملدرآمد د جولائي اولنۍ نېټې څخه پېل شي۔ ده ووئيل په ??سل??م آباد پوليس كښې د دوه زره ځوانانو په مېرټ بھرتي كېدل خوشبين دي۔ په ټولو محكمو كښې بايد په مېرټ او قابليت بھرتي وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ معيار قابليت او اهليت دے هم دې سره قومونه جوړېږي۔ په دې موقعه وزيراعظم په ??سل??م آباد پولیس لائنز كښې په 100 بسترو د مشتمل روغتون، شہداء ماډل کالج او ایس پی یو اینډ ډولفن فورس هیډکوارټرز د بنياد تيګه كېښوده۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم شهباز شریف په پولیس لائنز كښې د شهيدانو يادګار ته حاضر شو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ ده په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ آئی جی ??سل??م آباد پولیس ناصر اکبر درانی وزیراعظم د پوليس شهيدا??و او د هغوي د قربانيو په اړه خبر كړو۔ وزیراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ دستورې ته داخله وزير رانا ثناء اﷲ او آئی جی ??سل??م آباد ناصر اکبر درانی هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او وفاقي وزير رانا تنویر حسین هم موجود وو۔