اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوند سركاري چارواكو ګډون كړې۔ په غونډه كښې د سول اې??ي اېشن اتھارټۍ (سي اے اے) د كال 19۔2018 او د 20۔2019 د آډټ اعتراضونو جاج واخستے شو۔ پي اے س?? د ??ياست وال افضل چن د ګرفتارۍ نوټس اخستو سره د پنجاب چيف سېكتر او د داخله چارو وفاقي سېكتر څخه رپورټ طلب كړې۔ ن??رع??لم خان ووئيل 85 كلن سياست مدار څه لپاره نيولې شوې دې، كوم چې قصور وار دي ھغوي دې انصاف سره مخ كړې شي٬ د چا په لمسه چې د 9 مئي پېښې رامخې ته شوي دي ھغوي دې ونيولې شي۔ ده ووئيل په دغه بريدونو كښې ككړ عناصر ولې خوشې كېږي، ذمه وار تن دې انصاف سره مخ كړے شي٬ بې قصوره كسان ولې تنګولې كېږي۔ پي اے سي د قامي احتساب بېورو په کارک??دګ?? د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره د نېب چيئرمېن په راتلونكې غونډه كښې راوبللو۔ د پي اے سي چيئرمېن ووئيل د نېب چيئرمېن دې د ادارې معاملې سمې كري٬ د پي اے سي لخوا په لېږلې شوې زياتره كېسونو پشرفت نه دې شوې۔ په دې موقع پي اے سي د محکمانه اکاٶنټس کمېټې غونډه په نه كولو د سول اې??ي اېشن ډويژن ايجنډا موخر كړه۔ چيئرمېن د ډي اے سي غونډه په نه كولو د سېكتر په ضد وزيراعظم ته د چيټۍ لېږلو پرېكړه كولو سره ووئيل چې د ډي اے سي په نه كولو د سېكترانو نتخاګانې او پنشن د ايسارولو به سفارش كوٶ۔ پبلك اکاؤنټس کمېټۍ د روز وېلټ هوټل نيويارك په اړه اې??ي اېشن ډويژن څخه بريفنګ طلب كړو