پېښور 29 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي چې 9 مئي ورځ به د هېواد په تاريخ كښې د يوې تورې ورځې په توګه ??ادولې شي او د پي ټي آ??ي مشرانو د ګوند كاركنانو ته په اړي ګړي٬ د شهيدانو يادګارونه او په جناح هاؤس بريد او د شهيدانو په بې حرمتۍ لمسولي۔ د يوت ټيلنټ هنټ پروګرام نه پس مېډيا سره په خبرو كښې ده وو??يل چې د پي ټي آ??ي د قيادت كرپشن په ډاګه شوې٬د زندان د ويرې نه ئې د ګوند كاركنان په تخريب كارۍ لمسولي۔ ده وو??يل چې د مئي په 28مه نېټه د شهيدانو ورځ په لاريون كښې هېواد سره مينه لرونكو ځوانانو او د پاكستانيانو په بشپړه توكه ګډون ثابته كړی چې قوم د پي ټي آ??ي قيادت رد كړې ځكه چې هغه د مئي 9مې نېټې د هنګامو ذمه وار وو۔ ده وو??يل چې د مئي په 28مه نېټه پاكستاني اولس يو قوي پېغام وركړی چې هغوي د هر ھغه كس ملاتړ نه كوي كوم چې په جناح هاؤس بريد او د شهيدانو د يادګارونو د بې حرمتۍ ذمه وار وي۔ ده وو??يل چې د پي ټي آ??ي مشرانو تل ځوانان بې لارې كړي او هغوي ته يې د رياستي ادارو او پاك پوځ په ضد د لمسولو هڅې كړې۔ ده وو??يل چې د پي اېم اېل اېن حكومت ځوانانو ته د قامي تعمير په عمل كښې د برخې اخستلو ترغيب وركړې٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت ځوانانو ته بېل پليټ فارم وركولو لپاره هڅې جاري ساتي دغسې چې هغوي د هېواد د خوشحالۍ او پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي