اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوی د وفاقی محتسب پريكړي په ضد د سټيټ لائف انشورنس کارپوریشن آف پاکستان د اړخه دائر شوي درې جلا جلا اپیلونه مسترد کولو سره ګيله كوونكو ته د 32 لكهه روپو څخه زيات انشورنس کلیمز وركولو او په 30 ورځو كښې دننه په دې د عملدرآمد رپورټ وفاقي محتسب ته د وړاندې كولو سپارښتنه ??ړې ده۔سټيټ لائف قصداً د ناروغتيا پټولو په تور د پالیسی هولډرز ورثاء له د روپو وركولو څخه انكار كړے ؤ۔ صدر مملکت په خپله پريكړه كښې وئيلي د?? چې به درې واړو چارو كښې د سټيټ لائف د اړخه بدانتظامی ثابت شوې دغسې درې واړو ګيله لرونكو له دې انشورنس کلیمز وركړے شي۔د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې درې واړه ګيله لرونكو پشمول د ثمینه شهزادی، محمد محفوظ او د سیتا کورنۍ كسانو سټيټ لائف انشورنس کارپوریشن څخه بالترتیب 29 لکهه ، 198,290 او 192,000 روپو انشورنس پالیسۍ ترلاسه ??ړې وې۔ پالیسی هولډرز د مرګ نه پس سټيټ لائف ګيله لرونكو له د مرګ بیمه کلیمز وركولو څخه انكار كړے ؤ۔د ګيله كوونكو ازالې لپاره وفاقی محتسب ته رجوع کړې وه،كوم چ?? د هغوي په حق كښې احكامات جاري ??ړې وؤ۔دغې نه پس سټيټ لائف انشورنس کارپوریشن آف پاکستان د محتسب پريكړو په ضد صدر ته درخواستونه ??ړې وؤ كوم چ?? صدر مملكت مسترد کړې دي