اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ د حج انتظامات او د معاونينو تربيې سره اړوند غونډه وشوه۔ په دې موقعه خپله ??ېن?? كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل په جدہ او مدینه ایئرپورټس به پاكستاني عازمينو له د استقبالیه ډیسک او د وروكېدو او موندل كېدو ٬ لارښودنې او شكايات درج كولو له بېل سېل جوړولې شي۔ د استوګنې ٬ خوراك ٬ سفري آساني او د نجي حج سكيم څارنې څانګې به هم تشكيل كولې شي۔ ده ووئيل په مکه او مدینه كښې د مركزي روغتون په شمول 14 ډسپنسرۍ به جوړولې شي٬ حج میډیکل مشن په 500 تجربه لرونكو كسانو مشتمل دے۔ په دې كښې 180 ډاكټران او 320 پېرا میډیکل عمله شامله ده۔ وفاقي وزير ووئيل معاونین حج په وفاقي او سول سېكرټرېټ ملازمينو ٬ رېنجرز ٬ ??ول??س ٬ 1122 مشتمل دے۔ مفت داروګان ٬ اېكسرے لې??ارټي او پاكستانۍ طبي عمله به 24 ساعته موجود وي۔ د حج 2023 ??پا??ه د معاونینو تربيه پېل كړې شوې ده۔ وفاقی وزیر ووئيل چې د معاونين د تربيې او مشقونو اهتمام په حاجي كېمپ اسلام آباد كښې شوے دے۔ ګرد هېواد څخه د 550 غوره معاونينو ټاكنه شوې ده۔ د وزارت په 220 وګړو مشتمله عمله او افسران به هم د عازمينو مرسته كوي۔ په دې موقعه د معاونينو ډائرېكټر سجاد يلدرم ووئيل چې د عازمين حج آسانۍ له به د هر ډول لارښودنه كولې شي۔معاونين به د سعودي قوانين په اړه خبرولې شي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ته خواست وكړو چې په مقامات مقدسه كښې د صفايۍ خاص خيال وساتي۔