اسلام آباد۔20 اپ??ېل(اے پی پی) پاکستان وئیلي چې هغه به د هند لخوا په ناقانونه توګه قبضه كړې شو?? جمو او کشمیر کښې د بشري حقونو جدي او منظم سرغړونو په ضد خپ?? غږ پورته کولو ته دوام وركوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ يو پرېس بريفنګ ته د وېنا په مهال ووئيل پاکستان به دخپلو کشميري وروڼو اؤ خويندو سياسي، سفارتي اؤ اخلاقي ملاتړ تر هغه وخت روان ساتي تر كومې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل شوې نه وي۔ وياندې ووئيل د رمضان مقدسې مياشتې په اختتام به مونږ ل?? په مقبوضه جموں وكشمير كښې خپ?? ورونړا او خوېندې يادې ساتل وي۔ د دې مقدسې مياشتې په مهال هم قابض هندي ځواكونو په مذهبي آزادۍ بندېزونه لګولې دي٬ تېره ??ون?? قابض ځواكونو كشميري وګړي په سري نګر جامع مسجد د جمعې لمونځ څخه منع كړل۔ دغسې د رمضان المبارك په 27 مه مقدسه شپه له جوماتونو يو خوا بل خوا د امنيتي ځواكونو نفري تعينات كړې شوې وه۔ وياندې ووئيل مونږ په هندي چارواكو زور راوړو چې هغوي دې په كشميري وګړو لګولې شوې بندېزونه پورته كړي كوم چې دوئي په خپ?? دين عمل كولو څخه منع كوي۔