اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی)د ماحولياتي بدلون وف??قي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئ??لي دي په عزت سره د ګرفتارۍ وركولو څخه د سياستمدار په قد ??ښې اضافه كېږي٬ عمران خان د پوليس او ګرفتارۍ څخه په پټېدو پخپل ځان پورې خندا كړې۔د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ ??ښې دې ووئيل كوم هم سياسي ليډر د ګرفتارۍ څخه بچ كېدو لپاره دومره تماشه نه وه راجوړه كړې څومره چې يرېندك خان ۔دې ووئيل په عزت سره د ګرفتارۍ وركولو څخه د سياستمدار په قد ??ښې اضافه كېږي٬زمونږ مشرانو تل د خپلو كاركنانو او مينه لرونكو عزت ساتلے ۔ دې ووئېل شهيد ذوالفقار علي بهټو٬شهيده بېنظيربهټو٬آصف علي زرداري او نور تل په خندا قانون او عدالت ته وړاندې شوي او ګرفتاري ئې وركړې۔وف??قي وزيرې ووئيل د پوليس او ګرفتارۍ څخه په پټېدو عمران خان خپل ځان پورې خندا كړې كوم سياسي مشر د خپلې ګرفتارۍ څخه بچ كېدو لپاره كاركنان او مېرمنې ډهال نه جوړوي۔دې ووئيل تحريك انصاف د پرون څخه زمان پارك په خپله ولقه ??ښې اغستے ۔عمران خان د ګرفتارۍ څخه بچ كېدو لپاره د خپلو كاركنانو او پوليس ژوند په خطر ??ښې اچوي او يو خود غرض مشر د خلقو د ژوند سره لوبې كوي