اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) پاکستان وئیلي د?? د جمو او کشمیر د ګورنر څرګندونې د هندي قيادت د جارحانه عزائمو عكاسي كوي ٬ هند د سيمې سولې او ثبات لباره يو مستقل خطر دے٬ د پاكستان او امريكې ترمينځه انرجي سكيورټي ډائيلاګ او د كلائمېټ اېنډ انوائرمنټ وركنګ ګروپ خبرې به راروانه اوونۍ كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په اوونيز بريفنګ كښې وكړه۔ وياندې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د روانې مياشتې په 5 مه او 6 مه نېټه د قطر دوره وكړه۔ د قطر امير وزيراعظم ته د ملګرو ملتونو ?? كم پرمختګ كړو هېوادونو 5 كنفرنس كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون كولو بلنه وركړې وه۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزيراعظم په كم پرمختګ كړو هېوادونو كښی د تلپاتي پرمختګ ګړندي كولو او دوي د سوكالۍ په لاره روانولو كښې د مرستې په اړه د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ ده په معاشي چېنلجونو قابو موندلو د كم پرمختګ كړو هېوادونو په نړيوال ملاتړ زور راوړو۔ وزيراعظم په دوحه كښې د قطر وزيراعظم امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات وكړو او ده سره يۍ د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په څانګو كښې د همكارۍ په شمول د دوه اړخيزه اهميت په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وياندې ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د مېرمنو نړيوالې ورځ په مناسبت سره په مهمو دستورو كښې ګډون كولو له په نيويارك كښې دے۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې خپل خطاب كښې خارجه وزير په فلسطين او مقبوضه كشمير كښې د مېرمنو ?? ناوړه حالت په اړه غږ پورته كړو۔ ده د مقبوضه كشمير پشمول په غېر ملكي قبضه كښې پاتې كېدونكو سيمو كښی د مېرمنو ??و انجونو په ضد روانو ??رمونو لپاره د مانيټرنګ مېكنزم په وضعه كولو زور راوړو۔ وېاندې ووئيل په “اسلام كښې مېرمنې: په اسلامي نړۍ كښې د مېرمنو ?? حقونو ??و مقام ادراك” په سرخط كنفرنس ته خپله وېنا كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په اسلامي ټولنو كښې د مېرمنو ?? حقونو ٬ كردار او مقام په اړه د غلط فهمو لرې كولو په اهميت زور راوړو۔ ده هغه مسلمانانو مېرمنو ??ه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې كاروبار ٬ اقتصاديات ٬ سياست او حكمرانۍ كښې زيات مرستياله كردار ترسره كړے۔ ده په غېر اسلامي ټولنو كښی د مسلمانانو مېرمنو ?? مذهبي او كلتوري حقونو څخه د انكار او دوي سره د روان امتيازي سلوك په اړه هم خبره وكړه۔ وياندې ووئيل د المان دوهم وزير ډاكټر ټوبياس لنډر د 7 نه تر 8 مارچ كال 2023 د پاكستان دوره كړې۔ ده د خارجه چارو دوهمې وزيرې حنا ربانی کھر، د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شیری رحمان او د تجارت وزير سيد نويد قمر سره جلا جلا ملاقاتونه كړي ۔ په ملاقاتونو كښې په تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ لوړو زده كړو او پېشه ورې تربيې ٬ نقل مكانۍ ا نقل وحركت٬ موسمياتي بدلون او د تجديد وړو توان په څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ په لا مضبوطولو خبرې شوي۔ دې ووئيل د پاكستان او امريكا ترمينځه د ترهګرۍ مخنيوي ډائيلاګ په 6 او 7 مارچ اسلام آباد كښې وشول ٬ د پاكستان لخوا د ایډیشنل خارجه سېکرټري سید حیدر شاہ په مشرۍ كښی پلاوي په مذاكراتو كښې ګډون وكړو او د امريكائي پلاوي مشري د ترهګرۍ مخنيوي لنډ مهاله کوآرډینېټر کرستوفر لینډبرګ كوله۔ په خبرو اترو كښې په ګڼ اړخيزه فورمز د ترهګرۍ مخنيوي له د روانې همكارۍ ٬ په سيمه ايزه كچه د ترهګرۍ مخنيوي منظرنامې ٬ سائبر سېكورټي او د پرتشدد انتها خوښۍ مقابلې جاج واغستلے شو۔ پاكستان كښې د امريكائي مرستې په منصوبو او نورو چارو هم خبرې وشوې۔ دواړو اړخونو ?? ترهګرۍ مالي مرستې په ضد په خپلو تجربو خبرې وكړې او په هر ډول ترهګرۍ قابو موندلو له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔ وياندې ووئيل د مارچ په 7 مه نېټه پاكستان په تاشقند ٬ ازبكستان كښی د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو ??اص استازو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د ډي – 8 آرګنائزېشن فار اكنامك كوآپرېشن عمومي سېكتر سفیر اسیاکا عبدالقادر امام پاكستان سره د ډی۔8 په مرسته مشاورت لپاره د يوې اوونۍ په دوره 4 مارچ څخه تر 11 مارچ په پاكستان كښې ده ۔ دې به د پاكستان خارجه سېكرټري او چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري سره ملاقاتونه كوي۔ دې ووئيل په ګرده نړۍ كښې د مېرمنو ورځ ولمانځلې شوه۔ په مقبوضه كشمير كښې د كال 2001 نه تر دې دمه لږ تر لږې 682 کشمیری مېرنې د هندي پوځ د لاسه بې ګناه وژلې شوي ۔ په دې مهال 11,256 مېرمنې ظلم او زياتي سره مخ كړې شوي ۔ دې ووئيل د ګردې نړۍ مېرمنو له به د كشميري خوئېندو د ناوړه حالت نوټس اغتسل وي او په هند به زور راوړل وي چې هغه په كشمير كښې د مېرمنو ?? حقونو ??حفظ وكړي۔ پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كول له د كشميريانو وروڼو خوئېندو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ دې ووئيل د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كھر به د مارچ په 10 مه نېټه منامه ښار كښې كلن منامه ډائيلاګ كښې ګډون كولو له بحرېن ته ځي۔ او بيا به په لندن كښې د روانې مياشتې 13 مې نېټې څخه تر 15 مې نېټې د دولت مشتركه خارجه وزيرانو ??ونډه كښې ګډون كولو له د برطانيې سركاري د??ره هم كوي۔ دې ووئيل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ?? عمومي سېكتر خاص استازې مارکس پوټزل به په 9 او 10 مارچ د پاكستان دوره كوي۔ دا به خارجه سېكرټري سره ملاقات كښې د افغانستان په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې ووئيل د موسمياتي او ماحولياتي وركنګ ګروپ غونډه به د روانې مياشتې په 16 مه نېټه كېږي۔ د امريكا د خارجه او سائنسي چارو (او ای سی) اسسټنټ سېکرتري مونیکا به د امريكائي پلاوي مشري كوي۔ دواړه اړخونه به د پاکستان د آب وهوا په ترجيحات د توان منتقلۍ پشمول په بېلو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دواړه اړخونه به د دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه همكارۍ جاج اخلي۔ دې ووئيل هغه د پاكستان هغه مېرمنو ??ه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي كومو چې د هېواد پرمختګ او معاشي ودې له مهم كردار ترسره كړے ۔ وروستو د پوښتنو په ځواب ښې خارجه وياندې ښكاره ووئيل تش په نامه ګورنر بې بنسټه ادعا كړې كومې سره چې نه خو د تاريخ حقيقت بدل شوے او نه دې سره د مقبوضه جموں وكشمير متنازعه حېثيت ختمېدے شي۔ دې ووئيل مقبوضه كشمير نه خو د هند برخه پاتې شوے او نه دے۔ دې ووئيل هند په مقبوضه كشمير قابض دے او دا ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي د??۔ ده ووئيل هند له به د ګمراه كوؤنكو ادعاګانو په ځاے په متنازعه سيمه خپله قبضه ختمول او كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو ?? قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق كارولو موقع وركول وي۔