اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر ??اجه پروېز اشرف څخه د پي ټي آئي پلاوي استدعا كړې چې هغه د استعفاګانو د منظورۍ اقدام بېرته واخلي او سپيكر وئيلي دي چې د قانون او آئين له مخې مې استعفاګانې منظور كړي ٬ د پي ټي آئي په استدعا به يو ??ارې بيا قانوني ډلې سره له مشاروت وروستو په دې اړه خبره كوم۔ د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د ملك عامر ډوګر په مشرۍ كښې د پي ټي آئي لارښودو د قامي اسمبلۍ سپيكر ??ره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ پخوانو غړو د استعفاګانو په منظورۍ خبره وشوه۔ د پي ټي آئي پلاوي د استعفاګانو د منظورۍ اقدام بېرته اغستو استدعا وكړه۔ په دې سپيكر ووئيل د قانون ٬ آئين او د قامي اسمبلۍ د ضابطو له مخې مې استعفاګانې منظور كړي ، ما څو څو وارې په دې اړه خطونه استولي خو د دې باوجود د پي ټي آئي كوم غړے حاضر نه شو۔ د اسد قیصر او عامر ډوګر په مشرۍ كښې د راغلي پلاوي څخه وروستو د استعفاګانو د قبولولو پراسېس پېل شوے ؤ ۔ د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر ??سد قېصر په مشرۍ كښې راغلي پلاوي د استعفاګانو د منظورو??و استدعا كړې وه۔ سپيكر ووئيل زه د آئين ٬ قانون او د قامي اسمبلۍ د ضابطو پابند يم۔ آيا د پي ټي آئي غړو استعفاګانې په خپله خوښه وركړې نه وې؟ استعفاګانې مونږ د اسد قېصر په مشرۍ كښې د راغلي پلاوي په تاكيد منظور كړې وې۔ راجه پروېز اشرف ووئيل زه به يو ??ارې بيا ستاسو په خواست په معامله قانوني ډلې سره مشاورت وكړم او تاسو به خبر كړم۔