اسلام آباد 21فروری (اے پی پی)د وزيراعظم خاص مرستيال عطاتارړ وئېلي دي په وړومبي ځل يو تورن د عدالت څخه حفاظتي ضمانت لپاره د جلوس په شكل كښې تللے ٬د پي ټي آئي كاركنانو د عدالت په وړاندې نعرې وهلي٬زمونږ كاركنان ب?? هم هائي كورټ ته راتلل خو مونږ تل خپل كاركنان د داسې هلو ځلو څخه منع كړي٬په جعلي لاس ليك دې د عمرا?? خان وكيل لائسنس منسوخ كړے شي٬عمرا?? خان د ګرفتارۍ څخه يرېږي۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل پر??ن عدالت ته په وړاندې كېدو د پي ټي آئي كاركنانو ته كال وركړے شوے ٬وئېلي شوي چې د لاريون په صورت به لاهور هائي كورټ ته تلل وي او جلسه كول دي٬ ده ووئېل د هائيكورټ ادارې سره د تېرو 35 كلونو څخه تعلق لرم خو چرته مو داسې هڅې نه دي ليدلې۔ده ووئيل عمرا?? خان ملزم دے٬دوه مقدمې درج دي٬هغه عدالت ضمانت لپاره بللے ؤ خو د خلقو سره په تللو ئې ثابت كړې چې دا كس يرېدونكے دے۔ده د پنجاب بار كونسل څخه غوښتنه كړې چې د اظهر صديق اېډووكېټ لائسنس منسوخ كړي او د هائي كورټ په احاطه كښې په جلسه كولو كاروائي كول پكار دي??د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د نېب چيئرمېن د استعفٰی وجوهات هغه بيانولې شي