اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان او آئيوري كوسټ كاروباري شخصيات او سرمايه كار دې د يو بل تجربو څخ?? استفاده وكړي٬ د سي پېك منصوبې به نه يوازې پاكستان بلكې سيمې لپاره هم ګېم چېنجر ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د?? د آئيوري كوسټ قومي اسمبلۍ صدر اداما بكټوګو په مشرۍ كښې 16كسيزه پارليماني پلاوي سره خبرو كښی وكړه كوم چې د شورؤ په ورځ په انټرنېشنل پارلېمنټیرینز کانګرېس کنفرنس هال كښې ده سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شمول په د??ه اړخيزه اړيكو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو حوالې سره تفصيلي خبرې وشوې۔ د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل پاكستان ائيوري كوسټ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ملاقات كښی د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ ته په وده وركولو اتفاق وكړے شو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د دواړو هېوادونو كاروباري شخصيات او سرمايه كار د يو بل تجربو څخ?? بايد استفاده وكړي۔ ده ووئيل ګوادر معاشي حب دے او دې څخ?? د آئيوري كوسټ سرمايه كار بايد ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل په ګوادر كښې انډسټري لګولو سره د آئيوري كوسټ سرمايه كار څيزونه نورو هېوادونو ته برآمد كولې شي۔ ??غس?? دوئي لپاره په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نورې بلها موقعې شتون لري۔ دواړو اړخونو د معيشت ٬ تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو۔ چيئرمېن ووئيل چې د پارليماني پلاويو تبادلې سره اړيكې ٬ تجارت او معيشت لا پياوړې كېدې شي