اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) پاکستان علماء کونسل په ننكانه تھنه واربرټن كښې د غېر قانوني وژنې پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې چا جرم كړے دے نو هغه له به عدات سزا وركوي كوم جماعت يا فرد ته دا حق ترلاسه نه دې چې هغه خپله عدالت جوړ شي او پخپله پرېكړې جاري كړي۔ دا خبره د پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، علامه عبدالحق مجاهد، مولانا نعمان حشر، مولانا محمد شفيع قاسمي، مولانا اسد زکريا قاسمي، مولانا اسدالله فاروق، مولانا محمد ??شف??ق پتافي، مولانا طاهر عقيل اعوان او مولانا محمد اسلم په خپل شريك بيان كښې وكړه۔ مشرانو وويل ک??ه چې ملزم ونيول شو او دپوليسو مرکز ته لاړو نو ذمه واري يې د پوليسو په غاړه وه او هغه پوليسو ترسره كړه۔ دې څخه وروستو په تھاڼه بريد كول او دې بهر راويستلو سره وژل دا د پاكستان د قانون او اسلامي شريعت په ضد كار دے۔ پاكستان علماﺀ كونسل ددې سخته غندنه كوي او چا چې دا كار كړے دے د پنجاب حكومت ذمه واري ده چې هغه ونيسي او د هغوي په ضد د ترهګرۍ په عدالت كښې مقدمې وچلوي۔ پاكستان علماﺀ كونسل هيله ولر??ه چې پنجاب حكومت به دې پلو پام وګرځوي او كوم كومې به نه كوي۔