اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي)و??ير????ظم شهباز شريف وئېلي دي چې چين د پاكستان پخوانے ملګرے هېواد دے كوم چې د پاكستان په هر حال كښې مرسته كړې٬ د پاكستان او چين ستراتېژېكي همكاري مثالي ده او پاكستان د دې لا قوي كولو كښې خوښي لري۔ د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ لاندې د اربونو ډالرو سرمايه كاري د چين حكومت او اولس پاكستان سره د مينې ښكاره ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چائنا نېشنل نيوكليئر كارپورېشن پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې د شورو په ورځ هغه سره ملاقات وكړو۔ و??ير????ظم ووئيل نن به په كراچۍ كښې د چين په مرسته د جوړ كړې شوي تهري نيوكليئر پاور پلانټ پرانسته كوم٬ دې پروژې څخه به په كراچۍ كښې د نيو كليئر پاور پلانټ څخه د بېرښنا مجموعي پیداوار 2200 مېګاواټ ته ورسي۔ ده ووئيل چې د سي پیك له مخې چين په پاكستان كښې د برېښنا شارټ فال كنټرول كولو كښې ځانګړې كردار ترسره كړې په كوم چ?? زما پشمول ټول قام د چين حكومت او اولس مننه كوي۔ په ملاقات كښې د چائنا اټامك انرجي اتهارټي(سي اے اي اے)وائس چيئرمېن ليوجنګ٬په پاكستان كښې د چين سفارتخانې ناظم الامور پانګ چن شوئي او اړوند اعلٰی چينائي چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع وفاقي و??ير??ن اسحاق ډار٬احسن اقبال٬ انجينئر خرم دستګير٬خاص مرستيال طارق فاطمي٬ طارق باجوه او اړوند چارواكي هم موجود وو۔ په ملاقات كښې و??ير????ظم ته د چين لخوا په پاكستان كښې د نيوكلي??ر انرجي پروژو كښې د سرمايه كارۍ په اړه بريفنګ وركړې شو۔ پلاوي و??ير????ظم ته كے-تهري بشپړېدو كښې په ذاتي خوښي لرلو او دې لپاره د هڅو په كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې