اسلام آباد۔5جنوری (اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو غاړو ته او د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې مېشته كشميريان نن د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي چې مقصد يې په نړيواله ټولنه او په ??اص ت??ګه په ملګرو ملتونو كشميري اولس سره د كړې لوظونو په پاللو زور راوړل دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د خپلواكۍ حق ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس په ??لنه لمانځلې شي۔ دا د كال 1949 جنورۍ مياشتې 5 مه نېټه وه كله چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل يو تاريخي قرارداد منظور كړو په كوم كښې چې ووئيلې شو چې پاكستان يا هند سره د جمو او کشمیر د ایالت د الحاق پرېكړه به د آزادو او بې پرې ټولپوښتنو له لارې كولې شي۔ نن په ??زاد كشمير ٬ پاكستان او په ګرده نړۍ كښې احتجاجي لاريونونه ويستلې او د سيمينارونو او كنفرنسونو په ??مول يو شمېر پروګرامونه كولې شي دغسې چې په ملګرو ملتونو زور راوړلے شي چې هغه كشميرې اولس د هندي رياستي ترهګرۍ څخه ساتلو له د كشمير مسئلې سره اړوند خپل قراردادونه عملي ??ړي۔ د كشمير مسئله د سوئيلي آسيا امن لپاره د يو لويې خطر حېثيت لري۔ د ملګرو ملتونو د كال 1949 جنورۍ مياشتې 5 مې نېټې قرارداد د دې مسئلې د حل بنياد برابروي خو د هند ضد د تېرو 7 لسيزو څخه د دې مسئلې د هواري په لاره كښې هنډ جوړ شوے دے۔ د بده مررغه نړيواله اداره د كشمير په ??ړه د خپلو قراردادونو په ??ملي ??ولو كښې ناكامه پاتې شوې ده او د دې په نتيجه كښې د هند په ??ېر قانوني ت??ګه د قبضه كړې شوي كشمير اولس ??رل?? پسې ظلم او زياتي سره مخ دي۔