ملګري ملتونه 19 دسمبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس په افغان طالبانو زور راوړے چې ه??وي د افغان خاورې څخه د پاكستان يا په كوم بل ګاونډي هېواد د ترهه ګرو تنظيمونو بريدونو مخ نيوې وكړې۔ملګري ملتونه په دې لړ ك??ې ډي فيكټو چارواكو سره خبرې اترې كوي۔د ګل په ورځ د اے پي پي نمائنده د پاكستان ??ه ضد د تحريك طالبان(ټي ټي پي)لخوا پورې غاړې څخه د زياتو شوو ترهه ګرۍ بريدونو په اړه پوښتنه وكړه چې پكښې د ځينو ځانونو زيان شوے ۔د دې په ځواب كښې د ملګرو ملتونو مشر ووئيل مونږ ګڼو چې د طالبانو لپاره دا ډېره ضروري ده چې ه??وي د پاكستان پشمول د نورو ګاونډيانو هېوادونو ??ه ضد د څه هم ډول ترهه ګرۍ هلو ځل?? اجازه ورنه كړي۔ده د دې كال په آخر كښې په خپل يو پرېس كنفرنس كښې ووئيل ځينې ښكاره څيزونه دي كوم چې به طالبانو له د نړيوالې وروورلۍ او د خپل افغانستان په ګټه كول وي۔سېكرټري جنرل په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان په اقتدار كښې د ټولو نسلي ډلو نمائندګي پكار ده۔ده ووئيل دوهمه خبره د بشري حقونو او په خاص توګه د انجونو سكولونو ته د تللو حقونو په اړه ده۔ټولو ماشومانو له بلاامتياز په هره كچه سكول ته تلل پكار دي۔