اسلام آباد 18نومبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بيګم ثمينه عارف علوي په هېواد كښې د برېسټ كينسر له امله د ميرمنو د مرګ شرح كمولو لپاره د خبرتيا كمپائن روان ساتلو او كوټلو ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د دې ??اوړه رنځ په وخت درملنه كولو سره د مرګ شرح كمېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري د سيورې لاندې د برېسټ كينسر په اړه دستورې ته وينا ك??ې وكړه۔په دستوره كښې د سوداګرو تنظيمونو عهديدارو ، طبي پوهانو او ميرمنو په ګڼ شمير ګډون كولو۔دې ??وئيل د نورو هېوادونو په مقابل كښې په پاكست??ن كښې د برېسټ كينسر له امله د مرګ شرح زياته ده،په هېواد كښې هره نهمه ميرمن د برېسټ كينسر ښكار ده،په هېواد كښې هري كال د دې ??اوړه رنځ له امله 50 زره ميرمني د ژوند څخه لاس وينځي۔دې ??وئيل د دې رنځ مخنيوي لپاره احتياطي تدابير سره سره زر او په وخت تشخيص ته اړتيا ده،ميرمني پخپله د تشخيص كولو سره خپل ژوند بچ كولې شي۔ بيګم ثمينه عارف علوي ووئيل ميډيا ، تعليمي ادارې ، رروغتونونه او سوداګر تنظيمونه دې د خبرتيا كمپائن كښې مرسته وكړي۔دې ??وئيل په پاكست??ن كښې د برېسټ كينسر تاخير سره تشخيص له ام??ه په لويه توګه ځاني زي??ن كېږي كوم چې د تشويش وړ دے ، دې ??وئېل ميرمني د دې ??اوړه رنځ څخه بچ كېدو لپاره څلورو واړو صوبو كښې كمپائن روان دے د كوم چې ښې نتيجې ترلاسه كېږي،د دې ??اوړه رنځ چې څومره هم زر تشخيص كېږي دومره زيات به كم ځاني زي??ن كېږي