اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ د راتلونكي كال تر جون خېبرپښتونخوا لپاره د وزيراعظم ريليف پېکج او د يوټيليټي سټورز د لارې د ارزانه اوړو سكيم جاري ساتلو اجازه وركړې ده٬ په غونډه پاکستان سټيل ??لز ته ګاز وركولو لپاره د سوئي سدرن ګاز پائپ لائن كمپنۍ لپاره د فنډز جاري كولو منظوري ورهم وركړې شوه ۔ د اي سي سي عونډه د نهې په ورځ د خزانې وز??ر سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ٬ خاص مرستيالو او لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه ك??ې د کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ د راتلونكي كال تر جون خېبرپښتونخوا لپاره د وزيراعظم ريليف پېکج او د يوټيليټي سټورز د لارې د ارزانه اوړو سكيم جاري ساتلو اجازه وركړو۔اي سي سي په غونډه ك??ې د اكتوبر نه تر دسمبر مودې لپاره فاطمه فرټيلائزر او اېګري ټيك پلانټس ته په رعايتي بيعه د آر اېن ??ي وركولو اجازه وركړه۔ په غونډه ك??ې د پټروليم ډويژن لخوا سپيرئير کيروسين، لائيټ ډيزل آئل او اي ټين د ډي رېګولېشن پحقله سمري موخر كړه۔ په غونډه ك??ې د اطلاعات او خپرونو وزارت او د بشري حقونو وزارت لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړې شوه۔