اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی)د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د سېلګرۍ او كلتوري ورثې وزير عزيز عبد الحكيموف وئيلي دي پاک۔ازبکستان نېغ په نېغه فضائي آپرېشن به ډېر زر پېل شي چې ورسره به دوه اړخيزه اقتصادي او سېلګريزې اړيكې وده ومومي۔ د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د كلتوري ورثې او سېلګرۍ وزير اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل په اولني پړاؤ كښی به د ازبكستان سمرقند ښار څخه لاهور دو??م پړاؤ كښې د تاشقند او خیوا په شمول د ازبكستان نورو ښارونو څخه كراچۍ او اسلام آباد لپاره نېغ په نېغه پروازونه پېل شي۔ ده ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارتي او د سېلګرۍ په كچه اړيكې ??وا شي او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په ازبكستا?? كښې كېدونكي ټورازم کنفرنس سره به نه يوازې پاكستان بلكې د ګردې نړۍ اسلامي هېوادونو سره د سېلګرۍ اړيكو كښې اضافه وشي۔ ده ووئيل په ازبكستا?? كښې د اسلامي سياحت زيات صلاحيت دې كوم څخه چې د اسلامي نړۍ سېلګري استفاده كولې شي۔ ده ووئيل د حضرت امام بخاری په شمول د مسلمانانو اولياﺀ كرامو مزارونه په ازبكستا?? كښې دي د كومو زيارت له چې هر كال د لكھونو په شمېر مسلمانان راځي۔ ده ووئيل د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف د ويژن له مخې سېلګري د ازبكستان په معيشت كښې زيات اهميت لري او دې پلو خاص پام ګرځولې شي۔ ده ووئيل د تېرې مياشتې تر 30 مې نېټې په تېرو 10 مياشتو كښې 3.6 ملين سېلګرو د ازبكستان دوره وكړه او په راروانو دوه مياشتو كښې ددې شمېرې 50 لكه ته د رسېدو امكان دے۔ ده ووئي?? ثمرقند د ازبکستان د سېلګرۍ مركز دے ٬ دلته د سېلګرۍ بلها موقعې دي۔ ده ووئيل دلته مونږ عصري آسانۍ او هر ډول انفراسټركچر وركوؤ چې ورسره به ځائي سېلګري ??وا شي۔ ده ووئي?? ثمرقند د اسلامي كلتور او سائنس نړيوال مركز دې چرته چې عظيمو سائنسمدارو او د عمرانيات پوهانو او په نړيواله كچه نوموړو اسكالرو سترګې غړولې وي۔