اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهبازشريف په امر اسلاميه يونيورسټي بهاولپور د بلوچستان او فاټا زده كوٶنكو لپاره تعليمي خرڅونه ختم كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا د وزيراعظم شهبازشريف د بلوچستان او پخوانۍ فاټا زده كوٶنكو لپاره لويه ډالۍ ده او دا ګام د دغه زده كوٶنكو د اع??ٰې تعليم ډاډګيرنې لپاره پورته كړ?? شوے٬ د دې اقدام م??صد قامي اتحاد، او د ورورولۍ فضا ته وده وركول دي٬ په اسلاميه پوهنتون بهاولپور كښې به د بلوچستان او فاټا زده كوٶنكي وړيا تعليم ترلاسه كولې شي او په دې لړ كښې په رسمي توګه اعلاميه جاري كړې شوې٬ د دوي 50 فيصده تعليمي خرڅونه به وفاقي حكومت او 50 فيصده به پوهنتون ادا كوي٬ د وزيراعظم په امر د پوهنتون ويستلي شوي زده كوٶنكي هم بحال كړ?? شوي او دوي ته د پوهنتون لخوا جاري كړے نوټس هم بېرته اخست?? شوے۔ د يادونې وړ ده وزيراعظم شهباز شريف دا ډول سهولتونه د پنجاب وزيراعلي په حېث زد?? معارفي كړي وو