ملګري ملتونه 19 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو ز??دا??ي په اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) زور راوړې دې چې او آئي سي دې په اسلامو فوبيا فوكل پرسن ټاكلو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته رجوع وكړي ځكه چې ګرده نړۍ او په خاص توګه اروپا كښې اسلامو فوبيا اندېښمن حد ته رسېدلے ده٬ د او آئي سي غړو هېوادونو له اروپائي هېوادونو سره د خپلو دوه اړخيزه اړيكو فرېم ورك له مخې مسلمانانو ته پېښ چېلنجونه پورته كول پكار دي او د دې چېلنجونو مخنيوي له مرستې لپاره به بشپړه هلې ځلې كول وي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77م?? غونډې په موقع په اروپا كښې د مسلمانانو د ناوړه حالت پحقله د رابطه ګروپ غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ بلاول ووئيل زياته اندېښمنه خبره دا ده چې اسلامو فوبيا په اروپا كښې په س??اسي څانګو كښې په شدت سره رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تېر كال د او آئي سي غړي هېواد پاكستان لخوا وړاندې كړې شوې تاريخي قرا??دا?? منظور كړې ٶ چې له مخې ئې د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ ګرځولې شوې وه٬ د دې قرا??دا?? په نتيجه كښې رامخې ته شوې پېش رفت ب?? په ځائ سا??ل وي۔ ده ووئيل نن د دې ډول اسلامو فوبيا بدترين څرګندونه هندوتوا څخه متاثره هند كښې كېږي٬ د مسلمانانو په ضد د كركې په نظريه عمل كولو سره هندي واكمن ګوند بي جے پي د آر اېس اېس حكومت د پېړو پخپله پخوانۍ منصوبه عمل كوي، د دوي مقصد په هند كښې اسلامي تراث ختمول او هند په يو خاص هندو رياست كښې بدلول دي۔ ده ووئيل چې په اروپا كښې د مسلمانانو په ضد په كركه اډانه جرمونه س??ا كېږي او د اسلامو فوبيا صنفي اړخ هم رامخې ته كېږي چې له مخې ئې مسلمانانې انجونه او مېرمنې د دوي د خپل لباس او د عام تصور له مخې په نښه كېږي چې مسلمانانې مېرمنې مظلومې دي او دوي له آزادې پاتې كېدل پكار دي۔ ده ووئيل او آئي سي له به اروپا او د نړۍ په نورو برخو كښې امتيازي سلوك او د كركه ايز جرائمو د ټولو پېښو نګرانۍ لپاره د او آئي سي جائزه لا قوي كول وي۔ او آئي سي له د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر او د کونسل آف يورپ د بشري حقونو كمشنر څخه غوښتنه كول پكار دي چې ھغوي دې د مسلمانانو په ضد د مذهبي كركې٬ بدۍ او د تشدد د كاروائيو نګرانۍ لپاره مبصر تعينات كړي څوك چې اړوند پاليسي ادارو ت?? په باقاعدګۍ سره رپورټ وكړي۔ ده ووئيل او آئي سي له د ملګرو ملتونو په عمومي سېكتر زور راوړل پكار دي چې ھغ?? په اسلامو فوبيا خاص فوكل پرسن غوره كړي