اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان خپلو ترقياتي شراكتدارو سره په ګډه د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان رپورټ ته حتمي شكل وركوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د كاناډا نړيوال پرمختګ وز??ر هرجيت اېس سجن په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔وفاقي وز??ر د پلاوي د اقتصادي چارو په وزارت كښې هركلے وكړو او د پاكستان د معاونت او يووالي څرګندونې په اړه ئې د كاناډا عزم وستائېلو۔سردار اياز صادق د كاناډا خپل هم څنګ ته د غېر معمولي بارانونو او سېلاب په سبب پاكستان ته د رامخې ته شوي صورتحال نه خبر كړو۔ده ووئيل پاكستان كښې په كال 2010 كښې سېلاب د ګليشيئر وئېلې كېدو په سبب رامخې ته شوے ؤ خو دې ځل دا د موسمياتي بدلون په سبب رامخې ته شوے۔د كاناډا وز??ر په پاكستان كښې ?? سېلاب به امله په ځاني او مالي زيان د زړه نه غمرازي او د افسوس څرګندونې سره ووئېل مونږ د سېلاب د تباهۍ احساس لرو د كوم څخه چې پاكستان تېرېږي٬په دې سخت وخت كښې كاناډا د پاكستان سره ولاړه ده۔ده ووئيل كاناډا د پاكستان قوي اتحادي دے۔په كاناډا كښې د پاكستان يو قوي كميونټي ده كومه چې د پاكستان وروڼو او خوئېندو مرستې لپاره ناقلاره ده او چې څومره مرسته كولې شې كوي به ۔وفاقي وز??ر ووئيل وز??راعظم پخپله د نېشنل فلډ رېسكيو كوآرډينېشن كمېټۍ غونډو د لارې هره ورځ د مرستې هلو ځلو څارنه كوي٬د رېسكيو او مرستې هلو ځلو سپيځلتيا لپاره خاص سټيئرنګ كمېټي هم جوړه كړی شوې ۔دغسې د كاناډا وز??ر د پاكستان حكومت هڅې وستائېلې